د طالبانو تر واک لاندې د احصايي او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې له افغانستان څخه بهر هېوادونو ته د ۱۰۲،۷ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي او د یو میلیارد او ۲۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت افغانستان ته واردات شوي دي.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې یاد صادرات د غویي په میاشت کې له افغانستان څخه پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته ترسره شوي دي.
د طالبانو له لورې د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په غويي میاشت کې له افغانستان نه د صادراتو کچه ۱۷ سلنه زیاته شوي.
د احصايي او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې په وري میاشت کې بهر ته یوازې د ۸۵ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي و.
طالبانو دا هم ویلي، چې په غويي میاشت کې د ایران، پاکستان او چین په ګډون افغانستان ته د یو میلیارډ او ۲۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.
د دغه ادارې د ارزونې له مخې، د وري میاشت په پرتله په غويي میاشت کې افغانستان ته د وارداتو کچه ۴۰۱،۲ میلیونه ډالر زیاته شوې ده.
د احصايي او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې په غويي میاشت کې تر ټلو ډېر صادارات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو ډیر واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه وو.