رونالډو له النصر سره د قرارداد تر غځولو وروسته: زه پرتګالی یم خو ځان د سعودي برخه ګڼم

۳ ورځې مخکې

د سعودي عربستان د النصر فوټبال لوبډلې ستوری کریسټیانو رونالډو له دغه لوبډلې سره د دوه کلن قرار داد تر غځولو وروسته هیله څرګنده کړې، چې ژر به له النصر لوبډلې سره اتلولي وګټي او سعودي عربستان ته یې ځانګړی ارزښت ورکړ.

هغه وویل:«زه پرتګالي یم خو زه د سعودي عربستان برخه یم.»

رونالډو د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان ستاینه وکړه او د سعودي عربستان د فوټبال لیګ په اړه یې وویل: «ما دا مخکې ویلي دي او اوس هم په ډاډ سره وایم، چې د سعودي لیګ د نړۍ له پنځو غوره لیګونو څخه یو دی. هغه کسان چې وايي رونالډو یوازې د خپل لیګ ستاینه کوي دا رښتیا نه دي، بلکي هغوی د فوټبال په معنا نه پوهېږي.»

رونالډو د لوبغالو د نړۍوال جام په اړه د خپلو وړاندیزونو په اړه وویل: «زه غواړم ځان د ۲۰۲۶ نړۍوال جام لپاره په غوره ډول چمتو کړم. زه پرتګالی یم؛ خو اوس ځان د سعودي عربستان برخه ګڼم. له هغه ورځې چې دلته راغلی یم، یوازې د النصر نه، بلکې د ټول سعودي فوټبال د بدلون مسولویت مې پر غاړه واخیست. لکه څنګه مې چې مخکې هم ویلي، هېڅ شک نه لرم چې موږ به له النصر سره ګڼ شمېر مهم جامونه وګټو.»

نور خبرونه

رادیو