د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي احمدولي هوتک خپل روسي سیال ته ماتې ورکړه

۵ ورځې مخکې

د افغانستان د ازادو سیالیو مبارز احمدولي هوتک د سبمېشن په تخنیک خپل روسي سیال سیدګاد ژيرکوف ته ماتې ورکړه او دغه سیالي يې وګټله.

سبمېشن تخنیک په ازادو سیالیو کې کاريږي او موخه یې دا وي، چې سیال د درد، یا بې وسۍ له امله تسلیم شي.

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي احمدولي هوتک په بلاروس کې خپل روسی سیال سیدګاد ژیرکوف ته د سبمېشن په تخنیک مات کړ.

هوتک له درې کلن ځنډ ووروسته د لوبې میدان ته داخل شو او ښه ولوبېد.

احمد ولي هوتګ په خپله فیسبوک پاڼه افغانانو ته ددغه بریا مبارکي ورکړې.

د ازادو سیاليو د «ګلوبل سيريز» د ۹۱م پړاو سيالۍ د بلاروس په پلازمېنه مینسک کې تر سره کيږي، چې احمدولي هوتک په کې خپله لومړۍ بریا خپله کړه.

دا سيالي د ۷۰ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د پرایم هال ورزشي لوبغالي کې تر سره شوه.

د احمد ولي هوتک روسي سيال تر وړاندې څلور سیالۍ تر سره کړې وې، چې درې یې ګټلي او یوه یې بايللې وه، خو نن شپه يې خپله دویمه ماتې هم وخوړه.

بل خوا بیا افغان لوبغاړي احمدولي هوتک ۱۲ سیالۍ تر سره کړي، چې ۱۱ يې ګټلي دي.

نور خبرونه

رادیو