د میوو او سبزیجاتو ساتنه؛ چین په بلخ کې د ۲۳۰ مېلیونه ډالرو په لګښت سړه خونه جوړوي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۵

په بلخ کې د طالبانو ولایت مقام رسنیز دفتر د (چنګاښ ۵مه) نېټه خبر ورکړی، چې چین غواړي په دغه ولایت کې د ۲۳۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د میوو او سبزیجاتو لپاره یوه معیاري سړه خونه جوړه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د چین هېواد یو شمېر انجینرانو په یاد ولایت کې د طالبانو له مرستیال والي مولوي نورالهادي ابو ادریس سره په ناسته کې ډاډ څرګند کړی چې د دغه سړې خونې د جوړولو لپاره یې سروې او ډیزاین پېل کړی دی.

خبرپانه کې راغلي، د دې سړې خونې جوړولو موخه په بلخ ولایت کې د بزګرانو د حاصلاتو څخه ښه ګټه ترلاسه کول ګڼل شوي او ټینګار شوی چې دغه چاره به یې په اقتصادي ژوند کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي.

نور خبرونه

رادیو