برېتانیا د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۳۱

د برېتانیا حکومت اعلان وکړ، چې ریچارډ سټیفن لینزي یې د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی.

د برېتانیا حکومت وویل، چې ښاغلی لینزي به د ۲۰۲۵ کال په جون کې خپله دنده پیل کړي.

ریچارډ اسټفن لینزي یو باتجربه ډیپلومات دی، چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د برېتانیا د بهرنیو چارو مشترک‌المنافع او پراختیا دفتر مرستیال رییس پاتې شوی دی.

هغه پخوا په برونيي کې د برېتانیا د عالي کمیشنر او د بهرنیو چارو وزارت کې د امنیتي پالیسۍ د مشر په توګه دنده ترسره کړې ده.

هغه له شلو کلونو زیات د برېتانیا په بهرنیو چارو وزارت کې خدمت کړی او د بهرنۍ پالیسۍ، نړۍوال امنیت او بحران مدیریت په برخو کې تجربه لري.

سټیفن لینز په لندن او د انګلستان په ډیپلوماتیکو ماموریتونو کې مهمې دندې ترسره کړې دي.

هغه د اندرو مک‌ کوبری ځای ناستي دی، چې مخکې د برېتانیا د ځانګړي استازي په توګه د افغانستان او پاکستان د چارو لپاره یې کار کاوه.

رابرټ چترټون ډيکسن د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ راهیسې په افغانستان کې د برېتانیا د موقتي استازي په توګه دنده ترسره کړې وه

نور خبرونه

رادیو