د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) وایي چې له افغانستان څخه جلاوطنه شویو ژورنالیستانو ته په پاکستان کې د اخراج، نیونې او ځورونې جدي ګواښونه ورپېښ دي.
دغه سازمان د کډوالو د نړۍوالې ورځې په مناسبت له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د دغو خبریالانو خوندیتوب ته بېړنۍ پاملرنه وکړي.
د ار ایس ایف د تازه راپور له مخې، له ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې ۵۵۰ افغان ژورنالیستانو ته د مرستې لاس ورکړل شوی، چې زیاتره یې اوس مهال په پاکستان کې دي.
راپور وایي چې د وېزې شرایط خورا سخت شوي او یوازې د یوې میاشتې لپاره ورکول کېږي، او تمدید یې له اوږدو او ستړیا ډکو اداري خنډونو سره مخ دی.
له همدې امله، خبریالان د نیول کېدو، توقیف، اخراج او پولیسو لهخوا د ځورونې له جدي ګواښ سره مخ دي.
د بې پولې خبریالانو سازمان له ډېموکراتیکو هېوادونو غواړي چې د افغان ژورنالیستانو لپاره بېړنۍ ویزې، د اوږدمهاله استوګنې اسناد، د بیا مېشتېدو برنامې او د خوندیتوب اقدامات برابر کړي.
دا سازمان وایي چې د افغان ژورنالیستانو خوندیتوب یواځې د هغوی د ژوند ژغورنه نه ده، بلکې د ازادو رسنیو، معلوماتو ته د لاس رسي او د ناسم تبلیغاتو پر ضد د مبارزې یوه مهمه برخه هم ده.
وروسته له هغې چې په افغانستان کې طالبان حاکم شول سلګونه خبریالان دندو پرېښودو ته اړ شول او ګڼو یې هېواد پرېښی دی، چې په ګاونډیو هېوادونو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.