طالبانو د روسیې د فوټبال ملي لوبډلې ته بلنه ور کړې، چې د یوې دوستانه لوبې لپاره کابل ته ورشي.
ریا نووستي سپورټ رپوټ ورکړی، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد ویلي چې دوی ددې دوستانه سیالۍ معلومات د روسیې د فوټبال فدراسیون او د ورزش وزارت ته سپاري.
نوموړي زیاته کړې، « موږ به د خپلو هېوادونو ترمنځ د دوستانه سیالۍ د ترسره کېدو د نوښت په اړه معلومات د سپورت وزارت او د فوټبال فدراسیون ته وسپارو. موږ د دې احتمالي سیالۍ هرکلی کوو».
نوموړي ویلي، چې افغانستان ددې نظر ملاتړ کوي، چې لوبه په روسیه کې ترسره شي، خو زیاته کړې یې ده، چې « موږ ستاسې د راتګ هیله هم لرو او تاسې افغانستان ته رابولو».
د فوټبال نړیوال فدراسیون او د اروپا د فوټبال اتحادیې پر اوکراین د مسکو له برید راهیسې د روسیې ملي لوبډلې او کلبونه له نړیوالو سیالیو بند کړي دي.
روسیه یوازې دوستانه لوبې ترسره کوي، چې ډېری یې له کمزورو یا لږ پېژندل شویو لوبډلو سره دي.
روسیې د منځنۍ اسیا له یو شمېر هېوادونو سره هم سیالۍ کړې دي، خو دوه ځلې یې د منځنۍ اسیا د فوټبال اتحادیې د جام په سیالیو کې له ګډون انکار کړی، چې افغانستان هم پکې ګډون لري.