نی په ایران کې د افغان خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۲۸

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان (نی) د ایران او اسرايیل ترمنځ پراخو نښتو ته په اشارې په ایران کې د مېشتو افغان خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې.

دوی د بشري حقونو او د بیان د ازادۍ له ملاتړو بنسټونو غوښتي، چې له ایران څخه د افغان خبریالانو په وتلو کې مرسته وکړي.

نی چې اوسمهال په جلاوطنۍ کې فعالیت کوي، د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د ایران او اسراییل ترمنځ د زیاتېدونکي تاوتریخوالي له امله په ایران کې د افغانستان رسنیزه ټولنه له زيات فشار سره مخ ده.

دغه سازمان ټينګار کړی، چې د افغان خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو «فزيکي او رواني خوندیتوب» په خطر کې دی.

نی ټینګار کړی، چې په ایران کې کډوال خبریالان نه یوازې د اسراییل د بریدونو له مرګوني خطر سره مخ دي، بلکې په هېواد کې د افغان کډوالو په وړاندې د منفي احساساتو څخه هم ځورېږي.

یاد سازمان په ټينګار سره ویلي، چې افغان خبریالان باید له ایران څخه درېیم هېواد ته ولېږدول شي.

د سازمان په خبرپاڼه کې ویل شوي: «موږ یو ځل بیا ټینګار کوو، چې افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په ایران کې د مرګ له خطر سره مخ دي. که دوی په ایران کې پاتې شي، نو وبه وژل شي او که دوی هېواد ته ستانه شي، نو د طالبانو له خوا به د مرګ له خطر سره مخ شي.»

نی له ملګرو ملتونو، د نړۍوالو بشري حقونو له سازمانونو او د بیان د ازادۍ او د خبریالانو د حقونو ملاتړو ادارو څخه غوښتنه کړې، چې په ایران کې د افغان کډوالو خبریالانو وضعیت ته لومړیتوب ورکړي او اړین اقدامات وکړي.

نور خبرونه

رادیو