طالبان: د افغانستان د شتمنیو کنګل پاتې کېدل د بې‌وزلۍ او بیکارۍ لامل شوي دي

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۲۸

د طالبانو د اقتصاد وزیر وایي، د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو کنګل پاتې کېدل په هېواد کې د بېوزلۍ او وزګاري د زیاتوالي لامل شوي دي.

هغه په افغانستان کې د ناروې له شارژدافیر پیر البرټ الساس سره په لیدنه کې د بندیزونو د لرې کولو او د هېواد د اسعارو د زېرمو د خلاصولو غوښتنه کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د نږدې څلورو کلونو په تېرېدو سره په افغانستان کې فقر او لوږه زياته شوې ده.

نړۍوالو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې افغانستان د یوې بشري فاجعې له ګواښ سره مخ دی او شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي نړۍوالو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان اقتصاد له نړۍوالو بازارونو څخه قطع شوی او د بندیزونو له امله نشي کولی بهرنۍ پانګونې راجلب کړي.

طالبانو په دې موده کې هڅه کړې، چې د کانونو په سکټور تمرکز وکړي ترڅو د کورنیو عوایدو او کارموندنې ستونزه حل کړي؛ خو تر اوسه په افغانستان کې د کانونو شرکتونو له خوا پانګونه محدوده ده او د لویو کانونو پروژو د پایلو ترلاسه کولو لپاره وخت نیسي.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د صنعتي او خدماتي سکتورونو په پراختیا کې پاتې راغلی او د پراخې بېکارۍ ستونزه لا هم نه ده حل شوې.

وزګاري د دې لامل شوې، چې یو شمېر افغانان ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شي.

طالبانو ژمنه کړې وه، چې د فارس خلیج هېوادونو کې به د افغان کارګرانو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي؛ خو دغو هېوادونو د طالبانو غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

امریکا د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا ۳.۵ میلیارده ډالره د «افغان صندوق» په نوم اماني صندوق ته چې په سویس کې دی، انتقال کړي دي.

د دې شتمنیو د لاسرسي لپاره د طالبانو هڅې تر اوسه ناکامې شوې دي.

دا صندوق د افغانستان د اقتصادي ثبات د ملاتړ او د طالبانو د دې مالي سرچينو د لاس رسي د مخنيوي لپاره جوړ شوی.

دغه صندوق د یوه پلاوي له خوا څارل کېږي، چې غړي یې د امریکا، سویس او د افغانستان د پخواني حکومت دوه چارواکي انورالحق احدي او شاه محمد محرابي دي.

د نورو ۳.۵ میلیارد ډالرو برخلیک په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو د کورنیو له خوا د خسارې د ادعاوو له امله په شک کې دی.

دوی طالبان له القاعدې سره د دوی د ملګرتیا مسوول ګڼي، چې په نیویارک کې د نړۍوال سوداګریز مرکز په برجونو د بریدونو تر شا و.

د طالبانو د اقتصاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې وویل، چې د دوی وزير دین محمد حنیف د ناروې له ډیپلومات سره د کتنې په جریان کې د اقتصادي همکارۍ د پیاوړتیا او بشري مرستو د دوام پر اړتیا ټینګار کړی دی.

هغه له نړۍوالې ټولنې او مرستندویه ادارو وغوښتل، چې د پراختیایي مرستو چمتو کولو، د راستنیدونکو کډوالو د ستونزو حل او د اقلیم د بدلون او طبیعي پېښو له ګواښونو سره د مقابلې پر برخو تمرکز وکړي.

حنیف د اقتصادي زېربناوو رامنځته کول او د پراختیایي پروژو پلي کول هم د بشري مرستو په اړه د افغانستان د انحصار کمولو او د خلکو د اقتصادي او معیشتي ستونزو د حل لپاره خورا مهم وګڼل.

د خبرپاڼې له مخې، د ناروې شارژدافیر ویلي چې هېواد به یې په ۲۰۲۵ کال کې له افغانستان سره د ۸۰ میلیون ډالرو مرسته وکړي.

نور خبرونه

رادیو