شننه

د ایرانۍ مشرتابه له منځه وړل؛ تهران به خپله «پټه امپراتوري» وساتلای شي؟

۱۷ ساعتونه مخکې

د اسراییل هوايي بریدونو د ایران د اټومي او نظامي مشرتابه سیستم له منځه وړی، چې له امله یې کمزوری شوی تهران د بشپړې جګړې په ګډون، چې نه یې امکانات لري او نه یې د بریا تمه، د غچ اخیستلو ډېر محدود انتخابونه لري. امپراتوري له زوال سره مخ ده خو ایا ایران دا زوال اداره کولای شي؟

اسراییل د پنجشنبې په شپه پر ایران هوایي بریدونه وکړل او دا بریدونه د جمعې په شپه بیا تکرار شول، چې دې د دواړو دښمنو هېوادونو تر منځ تقابل تر بې‌ساري کچې پورته یوړ. دا هغه جګړه ده چې له کلونو راهیسې پټه روانه وه، خو په ۲۰۲۳ کال کې د ایران د متحد حماس له خوا د اسراییل پر ضد له برید وروسته علني شوه.

سیمه‌ییزې امنیتي سرچینې وايي، تهران نشي کولی همدومره موثر بریدونه وکړي، ځکه د حماس له برید وروسته چې د غزې جګړه یې راوپاروله، اسراییل د ایران د توغندیزو وړتیاوو او نظامي شبکو لویه برخه له منځه وړې.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا وویل، چې تهران د جمعې په ورځ سلګونه بالیستیک توغندي د غچ اخیستلو په موخه پر اسراییل توغولي. خو د اسراییل پوځ وویل چې دا شمېر تر ۱۰۰ کم وو او زیاتره یې یا ویشتل شوي یا خپل هدف ته نه دي رسېدلي. تهران تېره شپه یوځل بیا تل ابیب او د اسراییلو نور ښارونه په نښه کړل، چې اسراییل هم په ځوابي بریدونه کې د ایران مختلفې سیمې او هوايي ډګرونه په نښه کړي دي.

سیمه‌ییزو امنیتي سرچینو ویلي، د ایران مشرتابه، چې ځان کم احساسوي، نه غواړي د اسراییلي پوځي فشار په وړاندې ضعیف وبرېښي، او دا چاره د لا زیاتې شخړې امکان زیاتوي ، چې په دې کې پټ بریدونه یا دا خطرناک انتخاب چې ژر تر ژره اټومي وسلې جوړې کړي، هم شامل دي.

کارپوهان وايي، د اټومي وسلو نه خپرېدو تړون څخه وتل به د ایران یو جدي ګام وي، ځکه دا به دا معنا ولري چې تهران غواړي د یورانیمو د بډاینې پروګرام ګړندی کړي څو د اټومي وسلو لپاره مواد چمتو کړي.

ایراني مشرتابه لا تر اوسه دا نه دي ویلي چې دوی به د یکشنبې په ورځ د عمان په غونډه کې، چې له متحده ایالاتو سره د اټومي پروګرام په اړه د بن بست خبرو شپږم پړاو دی، ګډون کوي که نه، خو ایراني چارواکي وايي، چې نورې دا خبرې اترې بې معنا دي او د هیچا ننواتې او د جوړجاړي خبرې به ونه مني.

د تهران سیمه‌ییز نفوذ د اسراییل د بریدونو له امله سخت اغېزمن شوی، له حماس نه نیولې تر حزب‌الله، حوثیانو او عراقي ملیشو پورې ټول په تدریج او د یوه پلان له مخې ځپل شوي. سربېره پر دې، د سوریې د ولسمشر بشار الاسد چې د ایران نږدې متحد و، له واکه لري کېدل هم یو ستر زیان و.

د لوېدیزو بندیزونو له امله د ایران د نفتو صادرات هم سخت محدود شوي او د اسعارو د سقوط، لوړ انفلاسیون، د انرژۍ او اوبو کموالي په ګډون اقتصاد یې له یو شمېر بحرانونو سره مخ دی.

یو سیمه‌يیز کارپوه، سارکیس نعوم رویټرز ته وویل، « هغوی له هېچا نه شي کولی غچ واخلي. اسراییل د ایران امپراتورۍ دړې وړې کوي، ټوټه ټوټه او اوس یې دننه هم د رژیم پر نه ماتېدونکي تصور شک پیدا کړی. دا یوه ستره ضربه ده».

د اسراییل بریدونو د جمعې او شنبې پر شپو هم دوام درلود، د تهران او نورو ښارونو کلیدي تاسیسات هدف وګرځول شول.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د نظر څرګندولو غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

د ایران ستر مذهبي مشر، ایت‌الله علي خامنه‌یي، د جمعې په ورځ سخت دریځ درلود، ویې ویل، « اسرایل جګړه پيل کړې، او یوه تریخ تقدیر ته به ورسېږي».

د ملګرو ملتونو د اټومي څار اداره وايي چې ایران د نهه بمونو د جوړولو لپاره مواد لري.

اټومي انتخاب

د خلیجي څېړنو مرکز مشر عبدالعزیز الساغر وايي ایران اوس په یوه ګوښه حالت کې دی او ډېر محدود انتخابونه لري.

یو انتخاب دا کیدای شي چې په پټه دا ډاډ ورکړي چې د یورانیمو بډاینه به بنده کړي او اټومي وړتیاوې به له منځه یوسي، ځکه علني تسلیمیدل به د کورني غبرګون سبب شي.

بله لاره دا ده چې پټ جنګ ته بېرته وګرځي، لکه څرنګه یې چې په ۱۹۸۰مو کلونو کې د امریکا او اسراییل سفارتونه او پوځي تاسیسات هدف وګرځول.

درېیمه، او تر ټولو خطرناکه لاره دا ده چې د اټومي وسلو نه خپرېدو له تړون څخه ووځي او یورانیم بډایه کول ګړندی کړي.

الساغر خبرداری ورکوي چې دا به د جګړې اعلان وي او نه یوازې داسراییل، بلکې د امریکا او نورو لوېدیزو قدرتونو نړیوال غبرګون به رامنځته کړي.

ټرمپ ویلي چې ایران باید هېڅکله اټومي وسله ترلاسه نه کړي. هغه د پنجشنبې په ورځ بیا دا خبره تکرار کړه: «ایران باید د اټومي وسلې د ترلاسه کولو هیله پريږدي.»

اوس مهال ایران تر ۶۰ سلنې پورې یورانیم بډایه کوي، چې د وسلو د جوړولو لپاره اړین ۹۰ سلنې ته نږدې دي. د ملګرو ملتونو د اټومي څار اداره وايي چې ایران د نهه بمونو د جوړولو لپاره مواد لري.

ستره ضربه

د اسراییل بریدونود ایران اټومي تاسیسات، د بالیستیک توغندیو فابریکې، نظامي مشران او اټومي ساینسپوهان هدف ګرځولي. نتنیاهو ویلي دا د یوې اوږدمهالې جګړې پیل دی څو ایران اټومي وسلې جوړې نه کړي.

دوه سیمه‌ییزې سرچینې وايي، لږ تر لږه ۲۰ لوړپوړي ایراني مشران وژل شوي. د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز، د سپاه پاسداران قوماندان حسین سلام، او د فضايي ځواک مشر امیر علي حاجي‌زاده پکې شامل دي.

د کارنیګي یو تن کارپوه حاج علي رویټرز ته وویل، « دا یو لوی برید و، لوړې څېرې، مشران، د ایران پر نظامي مشرتابه او د توغندیو پروګرام سخت اغېز. بې‌ساری برید و».

سیما شاین، چې مخکې د موساد یوه مشر شنونکې وه او اوس د اسراییل د ملي امنیت د مطالعاتو انستیتوت کې څېړنه کوي، وايي، « د امریکا له همکارۍ پرته به اسرایل په یوازې سر د ایران د اټومي پروګرام له منځه وړلو توان ونه لري، نو که امریکا برخه نه وي، زه فکر کوم د ایران د اټومي پروژې یو شمېر برخې به پاتې شي».

یوه لوړپوړي سیمه‌يیز چارواکي چې له ایران سره نږدې اړیکې لري، رویټرزته وویل چې د جمعې بریدونو یوازې ستراتیژیک زیان نه دی اړولی، بلکې د ایران مشرتابه یې تر بنسټه ولړزله.

هغه وویل، « سرغړونه اوس په وېره او ناڅرګندتیا بدله شوې. دننه په نظام کې اضطراب زیات شوی، نه یوازې د بهرني ګواښ له امله، بلکې د واک په تړاو اندېښنه هم شته».

یوه پخواني معتدل ایراني چارواکي وویل، چې کله په ۲۰۲۰ کې جنرال قاسم سلیماني د ټرمپ په امر ووژل شو، له همغه وخته رژیم په زوال پیل وکړ. هغه زیاتوي، « له همغه وخت راهیسې، اسلامي جمهوري دولت نشوای کولی خپل سیمه‌ییز نفوذ بېرته ترلاسه کړي او دا برید ښايي د پای پیل وي».

د ایران مشرتابه، چې ځان کم احساسوي، نه غواړي د اسراییلي پوځي فشار په وړاندې ضعیف وبرېښي، او دا چاره د لا زیاتې شخړې امکان زیاتوي ، چې په دې کې پټ بریدونه یا دا خطرناک انتخاب چې ژر تر ژره اټومي وسلې جوړې کړي، هم شامل دي.

هغه خبرداری ورکړ، چې که مظاهرې پيل شي او رژیم له زور څخه کار واخلي، دا به سخته تمامه شي، ځکه خلک له کلونو راهیسې له بندیزونو، انفلاسیون، او سختو ځپنو سره مخ دي.

په یوه ویډیويي وینا کې، چې وروسته له بریدونو خپره شوه، نتنیاهو وویل، « زموږ جګړه له تاسې سره نه ده، بلکې له دې ظالم رژيم سره ده چې تاسې يې ۴۶ کاله ځورولي یاست. زه باور لرم چې ستاسې د ازادۍ ورځ نږدې ده».

دا امید چې رژیم بدلون وکړي، ښايي په دې دلیل هم وي چې اسراییل دومره زیات مشران هدف وګرځول، څو د امنیتي سیستم مرکز ګډوډ کړي.

سیما شاین وايي: « دا کسان ډېر مهم وو، ډېر تجربه لرونکي، د کلونو کار تجربه يې لرله او د رژیم د ثبات، په ځانګړې توګه د امنیتي ثبات مهمه برخه وو».

ایراني دولتي رسنۍ وايي، لږ تر لږه دوه اټومي ساینسپوهان فریدون عباسي او محمد مهدي طهرانچي د تهران په بریدونو کې وژل شوي.

د امپراتورۍ زوال

د ایران تر ټولو قوي سیمه‌ییز متحدحزب‌الله هم دا مهال له سختو ستونزو سره مخ دی.

د بریدونو له پيل مخکې حزب‌الله ته نږدې امنیتي سرچینو رویټرز ته ویلي وو، چې دا ډله به د ایران د غچ اخیستلو برخه نه شي، ځکه دا کار به اسراییلي بمبارۍ بیا پر لبنان پیل کړي. تېر کال د حزب‌الله پر ضد د اسراییل جګړه، دا ډله کمزوري کړه. د مشرتابه ډیرو کسانو وژل، زرګونه جنګیالي له لاسه وتل او جنوبي لبنان او بیروت کې یې مرکزونه له منځه تلل، ددې ډلې لپاره مرګوني ګوزارونه وو.

که ایران او اسرایل مستقیمه جګړه پیل کړي، نو دا جګړه به ژر تر ژره د خلیجي هېوادونو خاورې ته وغځېږي، چې د دواړو تر منځ پراته دي او هلته امریکایي نظامي اډې هم شته.

یو خلیجي چارواکي رویټرز ته ویلي، هغه خلیجي سلطنتونه چې د واشنګټن متحد دي، له بریدونو وروسته یې خپلو ادارو ته دننه لارښوونې کړې دي چې له داسې پاروونکوڅرګندونو ډډه وکړي، چې ښايي ایران پرې غوسه شي.

شنونکي وايي، ټرمپ کولی شي د اسراییل د بریدونو له عواقبو استفاده وکړي څو ایران بېرته د اټومي خبرو مېز ته راولي خو دا ځل به ایران ډېر منزوي وي او ښايي ډېر ژور امتیازات ورکړي.

یو سیمه ییز کارپوه سارکیس نعوم وايي، « یوه خبره روښانه ده: د ایران امپراتوري د زوال په حال کې ده. خو ایا دوی کولی شي دا زوال اداره کړي؟ په نظامي وسایلو نه، یوازې یوه لاره پاتې ده: خبرې اترې».

نور خبرونه

رادیو