یو افغان د امریکا د ټاکنو پر ورځ د ترهګریز برید د پلان په تور مجرم وپېژندل شو

۲۳ ساعتونه مخکې

د امریکا په کلاهوما ښار کې فدرالي محکمې یو ۲۷ کلن افغان د داعش سره د اړیکو او په دوو ترهګریزو جرمنو مجرم وپېژند.

محکمې ویلي، چې د ناصر احمد توحيدي په نوم دغه افغان خپل جرمونه منلي او د داعش سره د مالي همکارۍ په تور نیول شوی.

د امریکا په کلاهوما ښار کې فدرالي محکمې د جمعه په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) په یوه خبر کې ویلي، چې دغه ۲۷ کلن افغان په امریکا کې داعش ته د مالي منابعو، وسلو او مهماتو د برابرولو په تور نیول شوی او مجرم ګڼل شوی.

د محکمې مشرې پامېلابانډي ویلي: «د داعش سره همکاري کول او د ټاکنو په ورځ د بې ګناه امریکایانو پر ضد د بريد پلان جوړول د تورن کس له لورې د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړ او د هغه هېواد سره یې خیانت کړی چې پناه يې ورکړې.»

هغې ویلي، چې تورن کس خپل جرم منلی، د کډوالۍ قانوني اسناد به هم ځني واخیستل شي او له امریکا به ویستل شي.

محکمې د خپلو ټولو شویو اسنادو له مخي زياته کړې: «توحیدي منلې، چې د ۲۰۲۴ کال د جون او اکتوبر میاشتو ترمنځ له یو بل کس سره یو ځای یې پلان جوړ کړی و، چې دوه AK-47 ډوله وسلې، ۵۰۰ مرمۍ او نور مهمات واخلي څو د نومبر پر ۵مه د ټاکنو په ورځ د داعش په استازیتوب خونړی برید وکړي.»

محکمې ویلي، چې د همکارو ادارو په مرسته به په جدي توګه د هغو کسانو پر ضد اقدام کوي چې امریکایانو ته د ترهګرۍ له لارې زیان رسوي.

محکمه وایي، چې توحيدي د داعش له یو بل همکار سره اړیکه نیولې او د برید پلان يې ورسره شریک کړی.

توحيدي او د هغه ملګری عبدالله حاجي زاده د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۷مه وروسته له هغه ونیول شول، چې په تور بازار کې يې وسلې او مرمۍ اخيستې وې.

حاجي زاده اوس ۱۸ کلن دی، چې د وسلو اړوند جرم یې منلی او اوس سزا اورولو ته په تمه دی.

د امریکا فدرالي محکمې ویلي، چې ناصر احمد توحيدي ممکن د «ترهګرو د مادي ملاتړ» په تور تر ۲۰ کلونو او عبدالله حاجي زاده د وسلو اړوند جرم باندي تر ۱۵ کلنو بند محکوم شي.

د دوی په خبره، چې دواړه به تر سزا تېرولو وروسته افغانستان ته استول کيږي او بیا په هیڅ صورت امریکا ته نه شي داخلېدلی.

نور خبرونه

رادیو