د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویلي، چې د کابل ښار د ۱۵مې امنیتي حوزي اړوند سیمو کې یې ۸۰۰۰ امنیتي کامرې لګولې دي. د طالبانو په وینا، دغه کامرې له ۲۰ څخه تر ۳۰ کیلومتره پورې سیمو څارلو وړتیا لري. دا سیمه څو ورځې وړاندې د داعـ.ـش او طالبانو ترمنځ د نښتې شاهده وه.
په کابل کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د ښار له ۱۵مې امنیتي حوزې څخه د یوې ویډیو په خپرولو ویلي، چې د یادې حوزې اړوند سیمو کې یې تر ۸۰۰۰ پورې امنیتي کامرې لګولې دي.
د طالبانو د ۱۵مې امنیتي حوزې د کشف امر قاري عزت ویلي، چې لګول شوې کامرې له ۲۰ څخه تر ۳۰ کیلومتره سیمې د څار وړتیا لري.
قاري عزت الله وايي:« د امنیتي کامرو نصبول ډیر ګټور تمام شوي دي. د پنځلسمې حوزې په هره کوڅه او هره ساحه کې داسې ځای به پاتې نه وي، چې هلته امنیتي کامرې نه وي لګول شوې. د دغو کامرو په مټ موږ ډیرو پېښو ته رسیدنه کړې ده.»
نوموړي ویلي، چې یادې کامرې د مسوولو کسانو تر څار لاندې دي او له ډیرې لرې سیمې د موټر د پلیټ شمېره او د پیښې ځای په اسانۍ سره څارلای شي.
په کابل ښار کې د طالبانو د پنځلسمې امنیتي حوزې مسوولین وايي، چې د کامرو په لګولو کې ځايي اوسیدونکو ورسره مرسته کړې ده.
وړاندې تردې د کابل ښار اوسیدونکو ویلي و، چې طالبانو په ښار کې د امنیتي کامرو لګولو لپاره په زور ترې پیسې اخیستې دي.
طالبانو په پنځلسمه امنیتي حوزه کې دغه کامرې داسې مهال لګولې دي، چې ددې سیمې اړوند قصبه کې څو ورځې وړاندې یادې ډلې د دداعش پر یوه پټنځي عملیات وکړل.