پخوانی امریکایی سرتېری: زمونږ ډېری پخواني افغان همکاران د مرګ له ګواښ سره مخ دي

۱۸ ساعتونه مخکې

د امریکا د سمندري ځواکونو یوه پخواني سرتېري خبرداری ورکړی چې د افغانانو لپاره د لنډمهالي خونديتوب پروګرام یا ټي‌پي‌اېس له پای ته رسېدو سره، ښايي د امریکايي ځواکونو د ګڼ شمېر پخوانیو افغان همکارانوژوند له ګواښ سره مخ شي.

د امریکایۍ رسنۍ اې‌بي‌سي ۱۳ د راپور پر بنسټ، د شمالي کارولینا ایالت اوسېدونکی، انځورګر او پخوانی امریکایی سرتېری سکیپ رُهدي وايي: «ډېری دا کسان که بېرته افغانستان ته واستول شي، ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي. دا یوه ظالمانه پالیسي ده.»

د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی چې د افغانستان لپاره د لنډمهالي خوندیتوب پروګرام یاټي‌پي‌اېس موده به د ۲۰۲۵ کال د جولای پر۱۴مه پای ته رسېږي. د دغه وزارت په وینا، د افغانستان امنیتي او اقتصادي شرایط ښه شوي او نور د دغه پروګرام د دوام وړ نه ګڼل کېږي.دا پرېکړه د زرګونو هغو افغانانو چې په متحده‌ایالاتونو کې ژوند کوي، د ایستلو له ګواښ سره مخ کړي دي.

رُهدي ویلي چې د بشیر په نوم یو پخوانی همکار یې په افغانستان بند پاتې او هغه تر اوسه ونه شو کړای چې د کډوالۍځانګړې وېزه یا اېس‌ای وي ترلاسه کړي. نوموړي زیاته کړه: «موږ هڅه وکړه چې وېزه ورته واخلو، خو نه پوهېږو چې ولې بریالي نه شوو.»

د کورني امنیت وزارت همداراز ویلي چې په امریکا کې د ټي‌پي‌اېس ځيني لرونکي کسان د درغلۍ او د عامه امنیت د ګواښ په تور تر څېړنو لاندې دي او د دغه پروګرام پای ته رسېدل د متحده‌ایالتونو له ملي ګټو سره سم اقدام دی.

د امریکا د سمندري ځواکونو پخواني سرتېري د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړې چې د یوه پخواني همکار کورنۍچې له امریکايي ځانګړو ځواکونو سره یې د جګړې په ډګرونوکې برخه اخیستې، ښايي د ایستلو له ګواښ سره مخ وي.

نور خبرونه

رادیو