د افغانستان له هوایي ډګره د امریکايي ځواکونو د وتلو انځورونه لا هم د ډېرو خلکو په ذهن کې پاتې دي، خو دا ځل، د کلېفورنیا والي ګوین نیوسم په لاس انجلس کې د سرتېرو انځورونه د اوسني وضعیت د ښودلو لپاره خپاره کړل، چې وروسته د مصنوعي ځیرکتیا په تېروتنه د افغانستان له پېښو سره وتړل.
څېړنې ښيي، دا تازه انځورونه له اوسنۍ استوګنې سره تړلي دي، نه له زاړه جنګ سره.
د کلېفورنیا والي ګوین نیوسم دا اوونۍ یو شمېر انځورونه خپاره کړل چې ښيي د ملي ګارد او سمندري ځواکونو سرتېري د خوب له مناسبو اسانتیاوو پرته پر فرش ویده دي. نوموړي دا انځورونه د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په خطاب کې خپاره کړل او ویې ویل:"تاسو خپل سرتېري بې له تېلو، اوبو، خوړو او د خوب له ځایه راولېږل... دلته وګورئ، دوی څرنګه مجبوره دي چې پر فرش یو بل ته نژدې ویده شي."
د دې انځورونو تر خپرېدو وروسته، پر ټولنیزه رسنۍ "ایکس" یو شمېر کسانو ادعا وکړه چې دا انځورونه د ۲۰۲۱ کال د افغانستان په هوایي ډګر کې اخیستل شوي، هغه مهال چې د بایډن ادارې له کابل څخه امریکایي ځواکونه ایستل.
یوه کاروونکي ادعا وکړه چې دا انځورونه د کابل د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر دي. بله کس دا تور پورې کړ چې نیوسم غواړي د ټرمپ پر ضد سیاست وکړي، خو د بایډن د ناکامۍ تړلي انځورونه ورسره خپروي.
خو د دا ډول ادعاوو شالید ته چې وکتل شي، دا تورونه د مصنوعي ځیرکتیا چټباټونو له ناسمو ځوابونو سرچینه اخلي. د مثال په ډول، ځینې کسانو د چټجیپيټي (ChatGPT) او ګروک (Grok) چټباټونو نه د انځورونو په اړه پوښتنه کړې، او هغوی ځینې ناسم تحلیلونه ورکړي چې خلکو ته دا انځورونه زاړه ښکاره شوي دي.
خو د سانفرانسیسکو کرانیکل ورځپاڼې د راپور له مخې، دا انځورونه همدا اوس، د جون په نهمه، د کلیفورنیا په مرکز کې اخیستل شوي، او ورځپاڼې د یوې باوري سرچینې له قوله ویلي چې هلته مېشتو سرتېرو ته د خوب مناسب ځای نه و برابر شوی. دا سرچینه وایي چې انځورونه ښايي د حکومت د کومې ودانۍ په تل خونه کې اخیستل شوي وي.
پر دې سربېره، د انځورونو د کرهوالي لپاره د معکوس انځور لټون کارول شوی، او هېڅ داسې شواهد نه دي موندل شوي چې دا عکسونه د ۲۰۲۱ کال د افغانستان له پېښې سره تړاو ولري.
هغه کاروونکی چې دا ادعا یې کړې وه، وروسته پخپله ومنله چې معلومات یې د چټجیپيټي له ځواب، انځور پلټنې او د کرانیکل له راپور نه اخیستي و، او ویې ویل:"زه نه وم خبر چې دا به دومره غبرګونونه راپاروي. اوس یقیني شوه چې دا انځورونه له افغانستانه نه دي."
د ټولنیزې شبکې چټباټ "ګروک" هم د انځورونو لاندې ناسم مالومات ورکړي او دا انځورونه د افغانستان له پېښو سره یې تړلي بللي.
تر اوسه هېڅ کره ثبوت نشته چې دا انځورونه زاړه وي یا له افغانستان سره تړاو ولري. دا یو له هغو پېښو څخه ده چې چټباټونه "خیالي معلومات" وړاندې کوي – یعنې داسې ځوابونه ورکوي چې حقیقت نه لري.
د رسنیو ارزونې سازمان "پولیټيفکت" دا ادعا ناسمه ګڼلې او ورتهیې د "دروغو له لمبو سره" درجه ورکړې ده.