برېټانیا له ګواښ سره مخ د یوې افغانې مېرمنې د پناه‌غوښتنه ومنله

۲ ورځې مخکې

برېټانیا یوې افغانې مېرمنې ته چې په افغانستان کې یې د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره کار کاوه، په دغه هېواد کې د ژوند کولو اجازه ورکړې ده. هغه پخوا د برېټانیا د کډوالۍ ادارې له‌خوا رد شوی وه، خو اوس یادې ادارې خپله پرېکړه بدله کړې او پناه یې ورکړې ده.

ګارډین ورځپاڼې په خپل راپور کې د هغې مستعار نوم «مینا» ښودلی دی. د راپور له‌مخې، نوموړې په هغو پروژو کې کار کاوه چې د لوېدیځو هېوادونو له‌خوا تمویل کېدې. هغې د په افغانستان کې ښځو ته د زده‌کړې په برخه کې کار کاوه او پر هېواد د طالبانو تر واکمنېدو وروسته یې ژوند له ګواښ سره مخ و.

په لومړیو کې د برېټانیا د کډوالۍ اداره ویلي و چې که مینا افغانستان ته ستنه شي، ژوند یې له جدي ګواښ سره نه مخ کېږي، خو د هغې وکیل د دې پرېکړې پر ضد اعتراض کړی دی. مخکې تر دې چې محکمه د هغې په تړاو یوه بله پرېکړه وکړي، د کډوالۍ ادارې منلې چې د مینا ژوند افغانستان په تګ له ګواښ سره مخ کېدای شي.

مینا ګارډین ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل: «د اوږدې مودې لپاره خپه وم، خو اوس خوشحالۍ خبر راغی. ډېره خوشاله یمه. اوس ازادي لرم چې خپل ژوند ته په برېټانیا کې دوام ورکړم؛ هغه ازادي چې له مېلیونونو افغانو ښځو اخیستل شوې ده.»

د نوموړې افغان مېرمنې مدافع وکیل ویلي چې مینا یوه ډېره زړوره او مهربانه ښځه ده او له لومړۍ ورځې باید هغې ته پناه ورکړل شوې وای. هغه زیاته کړې چې ټولو افغانو ښځو ته باید د کډوالۍ حق ورکړل شي څو د مینا په څېر تېروتنې بیاتکرار نه‌شي.

وروستي څو کاله په برېټانیا کې د هغو افغانانو شمېر کم شوی چې پناه ترلاسه کوي. په ۲۰۲۳ کال کې تر ۹۰ سلنه ډېرو افغانانو پناه ترلاسه کوله، خو په ۲۰۲۴ کال کې دا شمېر یوازې ۳۶ سلنې ته راکښته شوی دی.

ورته مهال، د هغو کسانو شمېر ډېر شوی چې د پناه‌غوښتنې د رد پرېکړې پر وړاندې اعتراض کوي. په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۷۰ قضیې ثبت شوې وې، خو په ۲۰۲۴ کال کې دا شمېر ۳ زره او ۲۰۰ ته رسېدلی دی.

د مینا وکیل وايي چې برېټانیا طالبان په رسمیت نه پېژني او هېڅوک افغانستان ته نه‌لېږي، خو هغه کسان چې کډوالۍ قضیې یې رد شوې وي، ښايي کلونه-کلونه پرته له دې چې د کارکولو اجازه ولري، په بې‌برخلیکه وضعیت کې ژوند وکړي.

نور خبرونه

رادیو