د فنلنډۍ رسنیو د راپورونو لهمخې؛ د فنلنډ د کډوالو شورا د حمیرا په نوم د دغه هېواد د ټامپیر ښار یوه افغانه اوسېدونکې د «۲۰۲۵ کال د غوره کډوالې» په توګه نومولې ده.
مېرمن حمیرا په افغانستان کې زېږېدلې او په ۲۰۰۳ کال کې هغه مهال چې ۱۵ کلنه وه، فنلنډ ته کډواله شوې ده.
نوموړې له خپلې مور او څلورو وروڼو سره د کورنۍ يوځایکېدو پروګرام له لارې دغه هېواد ته تللې ده. د هغې خپل پلار څو کاله مخکې د پناهغوښتونکي په توګه فنلنډ ته تللی و.
هغې ویلي، خوشاله ده چې ویې کړای شول د افغان ښځو له سخت وضعیت نه یې ځان ژغورلی او په فنلنډ کې یې د زدهکړو او پرمختګ فرصت موندلی دی.
حمیرا د ټامپیر په ښار کې لويه شوې، فنلنډي ژبه یې زده کړې او له یوه ښوونیز مرکز څخه د روغتیاپالې په توګه فارغه شوې ده.
دا مهال یاده افغانه مېرمن له خپل خاوند او درېیو ماشومانو سره په ټامپیر ښار کې ژوند کوي او د لومړنیو زدهکړو په برخه کې د ماشومانو د ښوونکې په توګه د رسمي دندې سربېره، په رضاکارانه فعالیتونو کې هم برخه اخلي.
نوموړې له څه باندې ۱۰ کلونو راهیسې د پناهغوښتونکو او کډوالو د ملاتړ لپاره کار کوي.
نوموړې د نجونو د پوهاوي، روغتیا او د ښځو حقونو په ګډون بېلابېلو برخو کې فعالیت لري.
هغې زیاته کړې: «کله چې یو څوک زما سترګو ته ګوري، مُسکا راته کوي او مننه کوي، ډېر ښه احساس کوم. دا مهمه نه ده چې خلک له کوم ځایه راغلي، د دوی د پوستکي رنګ یا دین څه دی، زه غواړم مرسته ورسره وکړم.»
هغه وايي، چې اوس د کال د غوره پناهغوښتونکې په توګه یې اصلي دنده دا ده چې د افغان ښځو سخت ته پاملرنه وکړي.
دې وویل: «په افغانستان کې حیوانات تر ښځو ډېر حق لري. ښځې اجازه نهلري چې په ټولنه کې خبرې وکړي، باید پټې وي او له اجازې یا د یو نارینه له ملتیا پرته نهشي وتلای. زه غواړم د دې ښځو غږ واوسم او پرې نه ږدم چې نړۍ هغوی هېرې کړي.»