طالبانو په بدخشان کې درې وسله‌وال غله له ۲۰ میلیونه افغانیو سره یو ځای نیولي دي

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې ځواکونو یې د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې هغه درې غله نیولي، چې د یو شمېر سوداګرو څخه یې ۲ سوه لکه افغانۍ غلا کړې وې.

طالبانو ویلي، چې له نیول شویو کسانو پلټنې رواني، چې ژر به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په راغستان ولسوالۍ پر لاره یې درې وسله وال غله د دقیقو معلوماتو پر بنسټ د ۲ سوه لکه افغانۍ سره یو ځای نیولي.

طالبانو ویلي، چې وسله والو غلو د دغه ولایت د سوداګرو دغه پیسې غلا کړې وې.

طالبانو د نیول شویو غلو د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړي او نه یې هم دا ویلي، چې دا پيسې به کله خاوندانو ته یې وسپاري.

ډېر افغانان دا مهال بې‌کاري، اقتصادي ستونزې، د توکو لوړې بیې او ورته نور عوامل د جنایي پېښو د ډېرېدو اصلي لاملونه ګڼي.

نور خبرونه

رادیو