په غزني ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، چې د دغه ولایت په مرکز او قره باغ ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو پر مهال ۷ تنه ټپيان شوي دي.
لومړۍ پېښه د دوو موټرونو او دویمه د دوو موټر سایکلونو د ټکر له امله رامنځته شوې.
د غزني د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد سرحدي د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) رسنيو ته ویلي، چې لومړۍ پېښه نن سهار د قره باغ ولسوالۍ اړوند په عبدالله ګل سیمه کې د کابل - کندهار پر لویه لار د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې پر مهال یې ۵ تنه ټپیان شوي دي.
د سرحدي په خبره، دویمه پېښه د مرکز اړوند د ثقافت پر لار د دوو موټر سایکلونو د ټکر له امله شوې، چې دوه تنه پکې ټپيان شوي دي.
نوموړي ویلي، د پېښې ټپيان یې د غزني ولایتي ملکي روغتون ته انتقال کړي دي.