سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی غوث الله چې غوښتل یې په ښورابک کې له خپلې مور او خور سره له ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته واوړي، د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی.
د غوث الله خپلوان وايي، چې نوموړي تېره شپه غوښتل د کندهار د ښورابک ولسوالۍ په سکاڼ کاڼي سیمه کې له ډیورنډ څخه ها غاړې ته واوړي او د خپل خور د واده مراسم ترسره کړي، خو له ډیورنډ څخه د اوښتو پرمهال یې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یادې پیښې په اړه تر اوسه طالبانو څه نه دې ویلي.