یوشمېر افغان مراجعینو له افغانستان انټرنشنل سره په شریکو کړو ویډیوګانو او پیغامونو کې د جرمني په مونشن ښار کې د افغان کونسلګرۍ له "بینظمۍ او فساد" شکایت کړی دی. هغوی وایي، د دې کونسلګرۍ مسوولین، چې له طالبانو سره تعامل لري، د کونسلي خدماتو له وړاندې کولو ځان غړوي.
په یوه ویډیو کې چې د رسمي ساعتونو پر مهال اخیستل شوې او افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، د دوو کسانو ترمنځ لفظي شخړه ښکاري، چې د مسوولینو د خدماتو ځنډېدو له امله رامنځته شوې ده.
مراجعین وایي چې د دې کونسلګرۍ کارکوونکي د خپلو دندو پر ځای، خلک ځوروي او چارې ځنډوي.
یوه سرچینه له مونشن نه وایي، د "فساد او رشوت اخیستو" له امله د نوبت اصول نه مراعتېږي او دا موضوع اکثره د مراجعینو ترمنځ د شخړو او فزیکي جنجالونو سبب کېږي.
هغه زیاته کړه، چې نن چهارشنبه، د غبرګولي۲۱مه، د یو مراجعه کوونکي له ټپي کېدو وروسته، د جرمني ځایي پولیس کونسلګرۍ ته داخل شول او پلټنې یې پیل کړې.
سرچینې وایي، د مونشن افغان کونسلګرۍ مسوولین د مراجعینو ستونزو ته پام نه کوي، چې دا چاره د بېنظمۍ، ګډوډۍ او شوروغوغا سبب شوې ده.
د مونشن افغان کونسلګري په جرمني کې د طالبانو له لوري د باور وړ سیاسي نمایندګي ګڼل کېږي.
طالبان د دې کونسلګرۍ له لوري صادر شوي اسناد معتبر بولي.
راپورونه ښيي چې تازه ډېری افغانان د جرمني له نورو ښارونو هم دې کونسلګرۍ ته ورځي، څو خپلې اداري چارې پر مخ یوسي.