په فرانسه کې د افغانانو د حضور زیاتوالی؛ ننګونې او بریاوې

۲۳ ساعتونه مخکې

انفومایګرنټس وېب‌پاڼه وايي، دا مهال په فرانسه کې تر ۱۰۰ زرو ډېر افغانان ژوند کوي چې ډېره برخه یې د زده‌کړې ټيټې کچې لرونکي نارینه دي. په دې هېواد کې ډېری افغانان د فرانسوي ژبې د زده‌کړې او د کارموندنې برخه کې له ستونزو سره مخ دي، خو د دې ننګونو تر څنګ، د بریالیتوب بېلګې هم لري.

د افغان کډوالو په شمېر کې زیاتوالی

د فرانسې د کډوالۍ او ادغام دفتر مشر ډیډیه لیشي په وینا، تر ۲۰۱۴ کال پورې په فرانسه کې د پناه‌غوښتنې لپاره د افغانانو شمېر خورا کم و، خو په وروستیو کلونو کې دا شمېر ډېر او په ۲۰۲۳ کال کې ۱۷ زرو ته لوړ شوی دی.

اوس افغانان د هغو ۱۰ لومړیو ملتونو په ډله کې دي، چې په فرانسه کې تر ټولو ډېر اوږدمهاله استوګنه لري.

د تطابق او زده‌کړې ستونزې

ډېری نوي راغلي افغانان په ځانګړي ډول نارینه ډېر سواد نه‌لري او نه‌شي کولای په اسانه توګه فرانسوي ژبه زده‌ کړي.

دا حالت د دې لامل شوی، چې دوی د کار بازار ته لار پیدا نه کړي او له اقتصادي خپلواکي بې‌برخې پاتې شي.

د فرانسې د کډوالۍ اداره هڅه کوي، چې د ژبې د زده‌کړې او له مدني بنسټونو سره د همکارۍ له لارې د هغوی وضعیت ته پاملرنه وکړي.

افغان لوستې ښځې، خو اقلیت قشر

که څه هم طالبانو پر ښځو سخت محدودیتونه لګولي، خو په فرانسه کې د افغان ښځو شمېر لا هم کم دی.

د معلوماتو له‌مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د کابل د تخلیې پر مهال یوازې شاوخوا ۳ زره ښځې (لویې او ماشومانې) فرانسې ته دننه شوې دي.

په افغانستان کې ښځې له نارینه ملګري پرته سفر نه‌شي کولای او په عملي ډول له زده‌کړې، کار، او په ټولنه کې له فعاله حضوره محرومې شوې دي.

فرانسه، د افغانانو لپاره نوی منزل

په جرمني او سویډن کې تر ۲۰۱۵ کال وروسته د کډوالۍ په پالیسیو کې بدلون راغی، ډېرو افغانانو فرانسه د خپل نوي منزل په توګه غوره کړه. ځینې یې پخوا په نورو اروپايي هېوادونو کې ثبت شوي وو، خو هڅول شوي وو چې له دغو هېوادونو ووځي.

د پناه‌غوښتنې په اړه د اروپايي هېوادونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی فرانسې ته د افغانانو د کډوالۍ د لارو د بدلون یو له اصلي عواملو څخه ګڼل کېږي.

د فرانسې د بېرته ستنېدو او اخراج پالیسي

په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، فرانسې تر اوسه هېڅ افغان په جبري ډول له دغه هېواده نه‌دی اېستلی، خو چارواکي ټینګار کوي چې هغه کسان چې جرم کوي یا د پناه‌غوښتنې شرایط نه لري، باید له دغه هېواده ووځي.

همداراز فرانسې هغو افغانانو ته چې په خپله خوښه غواړي بېرته کابل ته ستانه شي، مرستې او اسانتیاوې برابروي.

نور خبرونه

رادیو