د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ د دغه هېوادپه مشرانو جرګه کې د یوې رسمي غونډې پرمهال د افغانستان په جګړه کې د ناټو غړو هېوادونو پر رول نیوکه کړې او وايي، چې د دې جګړې ډېر بار د امریکايي ځواکونو پر غاړه و.
نوموړي د چهارشنبې په ورځ مشرانو جرګې ته د افغان جګړې په اړه د خپلې وینا په یوې برخه کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ناټو ځینو غړو هېوادونو یوازې په نوم حضور درلود، خو په عمل کې یې ډېر ځواک او جنګي وړتیا نهلرله.
د برېتانیا ایندپېنډنټ د راپور پر بنسټ، د متحدهایالتونو د دفاع وزیر ټینګار وکړ: «یو واقعي اېتلاف هغه وخت معنا لري کله چې واقعي دفاعي ظرفیت موجود وي.»
د هغه دې څرګندونو د امریکا د ډیموکراټ ګوند سناتور کریس کونز غبرګون را پاراولی او په وینا یې، د واشنګټن متحدینو هم لویې قربانۍ ورکړي او ځینې هېوادونه، لکه ډنمارک ته د خپل لږ نفوس پرتله ډېر تلفات واوښتل. کونز زیاته کړه: «دا باید روښانه شي چې زموږ متحدینو په افغانستان کې هم خدمت کړی او هم یې قرباني ورکړې ده.»
هېګسټ وايي، چې دی د افغانستان په جګړه کې د بهرنیو ځواکونو قربانۍ له پامه نهغورځوي، خو ټینګار یې کړی، چې د جګړې ډېر مسوولیت او لګښت د متحدهایالاتو پر غاړه و.
د یادونې ده، چې د افغانستان په ۲۰ کلنه جګړه کې د ناټو ۳۲غړو هېوادونو او نورو متحدینو له امریکا سره ملتیا کوله. په دې موده کې ۲ زره او ۴۶۱ امریکایي او ۴۵۷ هم برېتانوي سرتېري وژل شوي دي. د افغانستان په جګړه کې برېتانیا تر امریکا وروسته دویم هېواد دی چې د سرتېرو ډېر تلفات لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د امریکا په مشرۍ ناټو هېوادونه له افغانستان ووتل او هلته یې خپل ماموریت پای ته ورساوه.