د ایران «ایاېفپي نیوز» وېبپاڼه د دغه هېواد د حکومتي ویاندې فاطمه مهاجراني په حواله وايي، د هلمند سیند د اوبو یوه برخه چې د ایران حق دی، اوس دغه هېواد ته بهېږي او د یاد بهیر د دوام لپاره ډېپلوماټیکې هڅې روانې دي.
نوموړې د کابینې د غونډې په څنډه کې زیاته کړې، چې د هلمند اوبه یوه پخوانۍ مسئله ده او د ایران حکومت غواړي چې د خبرواترو او ډېپلوماسۍ له لارې یې حل کړي.
هغې وویل: «له نېکه مرغه، اوسمهال یوه برخه اوبه ایران ته بهېږي او د دغه وضعیت د دوام لپاره خبرېاترې روانې دي.»
مېرمن مهاجراني د دې مسئلې د چاپېریال اغېزو ته په اشارې هیلهمندي ښودلې، چې له نورو همکاریو سره به دا ستونزې ډېر ژر حل شي.
ایران او افغانستان په ۱۳۵۰ هجري لمریز کال کې د هلمند سیند د اوبو د وېش په تړاو یو تړون لاسلیک کړی، خو ایراني چارواکي ادعا کوي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دا تړون په سمه توګه نه دی پلي شوی.
د یادونې ده، چې وړمه ورځ د ایران د اوبو د صنعت ویاند عیسی بزرګزاده ویلي و چې له افغانستان سره د هلمند د اوبو په تړاو روانې خبرې تر اوسه د پام وړ پایله نه لري او له افغانستانه ایران ته د اوبو بهیر له ټاکل شوې کچې ښکته پاتې شوی دی.