داعش نه الهام‌اخیستونکي پاکستاني ځوان غوښتل په نیویارک کې پر یهودانو برید وکړي

۲۱ ساعتونه مخکې

د محمدشهزیب خان په نوم کاناډا مېشتي ۲۰ کلن پاکستاني ځوان غوښتل په نیویارک کې پر یهودانو یو مرګونی برید ترسره کړي. ویل کېږي چې نوموړي له داعش وسله‌والې ډلې نه الهام اخیستی و.

شهزیب خان چې دا مهال د کاناډايي پولیسو په بند کې دی، د تېرکال په سپټمبر میاشت کې نیول شوی او اوس ټاکل شوې چې د چهارشنبې په ورځ متحده‌ایالاتونو ته وسپارل شي.

نوموړي پاکستاني ځوان غوښتل، چې دا برید د اکټوبر ۷مې پر اسراییل د حماس د برید له کلیزې سره سم ترسره کړي.

په شکایت‌لیک کې ویل شوي، چې خان په ټولنیزو رسنیو او همداراز د مخفي پولیسو له افسرانو سره په اعتراف کې د داعش ملاتړ منلی دی.

هغه د تېر کال د جولای په میاشت کې یوه استخباراتي مامور ته ویلي و، چې ټوپک، مرمۍ او نور تجهیزات تیاروي او موخه یې د نیویارک په بروکلین سیمه کې د یهودیانو پر یوه مذهبي مرکز برید دی.

په خپل یوه پیغام کې شهزیب خان وویل: «نیویارک د یهودانو په نښه کولو لپاره یو ښه ځای دی ځکه چې په امریکا کې د یهودانو ترټولو لوی شمېر دلته ژوند کوي.»

د یادونې ده، چې د محمدشهزیب خان په نوم د کاناډا مېشتي ۲۰ کلن پاکستاني ځوان په اړه به وروستۍ پرېکړه د امریکا له‌خوا کېږي.

نور خبرونه

رادیو