طالبانو د افغانستان په اړه د ازبکستان د ولسمشر دريځ ستایلی

۱۷ ساعتونه مخکې

طالبان وایي، د دغه ډلې د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره په لیدنه کې د افغانستان په اړه د نوموړي دريځ ستایلی دی.

د ازبکستان ولسمشر د تاشکند د اقتصاد او پانګونې فورم کې د افغانستان پر ثبات، دوامداره پرمختګ او پر نړۍیوالې همکارۍ ټينګار کړی.

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډيو ټلویزیون د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) راپور ورکړی، چې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د تاشکند د اقتصاد او پانګونې فورم په څنډه کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضيایف سره کتلي دي.

په راپور کې زیاته شوې، چې دواړو خواوو د سواګرۍ، اقتصاد، ټرانسپورټ، انرژۍ، کرنې او د کانونو د استخراج په برخو کې د همکاريو پر پراختیا خبرې کړي دي.

په خبر کې ویل شوي، چې عزيزي د افغانستان په اړه د ازبکستان د ولسمشر دريځ ستایلی دی.

د راپور له مخې: «د صنعت او سوداګرۍ وزیر د تاشکند پانګونې نړۍوال څلورم فورم کې د افغانستان په تړاو د اوزبکستان د ولسمشر له دریځه مننه او قدرداني کړې.»

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د تاشکند د اقتصاد او پانګونې فورم په پرانېستونکې وینا کې د افغانستان پر اقتصاد او دوامداره پرمختګ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د طالبانو له حکومت سره باید نړۍوالې همکارۍ ته دوام ورکړل شي او د افغانستان د انزوا مخه ونیول شي.

ازبکستان له طالبانو سره د اقتصادي او سوداګريزو اړیکو د پراختیا په هڅه کې دی؛ خو د نورو هېوادونو په څېر دغه هېواد لا هم طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

نور خبرونه

رادیو