د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې ملت باید د اسلامي او ملي ګټو لپاره متحد پاتې شي ځکه د اصلي اهدافو هېرولو له امله افغانستان هر ځل له بحران سره مخ شوی دی.
سراج الدین حقاني وايي، افغانستان په افغانیت او اسلامیت نه دی وران شوی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په یوه ویډیو کې، چې د اختر په ورځو کې له خلکو سره د هغه له ناستو برابره شوې، وايي، چې دوی د تېر وخت پر اساس له چا سره محاسبه نه کوو او افغانان باید د سولې او ورورولۍ لپاره سره یو موټی شي.
حقاني په خپلو خبرو کې وايي، چې « یو اسلامي منافع دي، بل دیني منافع دي. په دې خو ټول سره ګډ یو، خو درېیمه خبره چې په دې ګزاره ځان سره برابروي، د رسم، رواج، عادات او دا ترتیبونه چې کوم دي چې زه یې په خپل فکر غواړم، ته یې په خپل فکر غواړې، دا ګزاره بیا نه جوړیږي، دا له ټولو نه ورانیږي».
نوموړی وايي، چې د افغانستان د ورانېدو لامل اسلامیت او افغانیت نه دی ، بلکې د نورو اهداف ددې سبب ګرځېدلي، چې افغانستان بحران ته بوځي.
نوموړی وايي، « د ماضي محاسبه به نه په ماضي کوو، په مستقبل خو باید اټکل ونه کړو، مستقبل اټکل دې وي چې د خیر اټکل وي».
دغه طالب چارواکی، چې د طالبانو له مشر هبت الله سره په ځینو مواردو کې اختلاف لري او د اختر په ورځو کې کم راڅرګند شوی، وايي، چې خلک باید یوبل سره وزغمي او یو بل درک کړي.