د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د هند د یوې مسافر وړونکې الوتکې پرغورځېدو خواشيني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو او د هند له حکومت سره یې خواخوږي ښودلې ده.
د طالبانو ویاند پر خپل اېکس ولیکل، چې « اسلامي امارت د هند د سوداګریزې الوتکې د سقوط له امله ژور خپګان څرګندوي او د قربانیانو له کورنیو او د هند له حکومت سره خپله خواخوږي او تسلیت شریکوي».
یاده الوتکه چې د ایر انډیا بوینګ ۷۸۷وه، له احمداباد څخه د بریټانیا ګیټوېک ته روانه وه، چې د پنجشنبې په ورځ له الوتنې څو شېبې وروسته ولوېده. په الوتکه کې ۲۴۲ کسان سپاره وو، چې ویل کیږي یوازې تن ترې ژوندی پاتې دی.