سیمهییز طالب چارواکي وایي، چې په پنجشېر او جوزجان ولایتونو کې په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې ۵ تنه مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
لومړۍ پېښه چې د جوزجان – سرپل په لویه لار د دوو موټر سایکلونو او پېک اپ ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوې، چې پکې درې تنه مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند احمد سیاوش حارث د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي،« پېښه پرون دوشنبې په ورځ د ذکا په سیمه کې د موټر چلوونکو د بې غورۍ او لوړ سرعت له امله رامنځته شوي ده.»
بل خوا په پنجشیر کې د طالبانو سیمهییز چارواکي وايي، یو موټر چې د یوې کورنۍ شپږ غړي یې لېږدول؛ له سړک څخه اوښتی چې له امله یې دوه تنه مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي.
په پنجشېر کې د طالبانو د امنیتي قوماندانۍ ویاند حقمل سعید د دغې ډلې تر واک لاندې باختر خبري اژانس ته ویلي، چې دغه پېښه پرون ماسپښین شاوخوا یوه بجه د خنج ولسوالۍ په دشت روات سیمه کې رامنځته شوې.
هغه د موټر چلوونکو بې احتیاطي او لوړ سرعت د دغې پېښې اصلي لاملونه بللي دي.