له پاکستانه په تېرو نهو اوونیو کې تر ۲۰۰ زرو ډېر افغانان اېستل شوي

۳ ورځې مخکې

بزنېس ریکاډر وېب‌پاڼه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په حواله وايي، چې د روان کال د اپرېل له لومړۍ نیټې راهیسې، تر ۲۰۰ زرو ډېر افغانان په خپله خوښه یا په جبري ډول له دغه هېواد نه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت په یوه بیان کې د سې‌شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) ویل شوي چې د تېرکال په اکټوبر کې د بې‌اسنادو کډوالو او د افغان تابعیت کارټ‌لرونکو د بېرته ستنېدو بهیر له پیل راهیسې تر ۱.۱ میلیون ډېر خلک افغانستان ته تللي دي.

د کورنیو چارو وزارت د افغانانو په ګډون ټولو ناقانونه کډوالو ته یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې په خپله د پاکستان خاوره پرېږدي.

په داسې حال کې چې له پاکستانه د افغان کډوال د ناوړه اېستلو په تړاو راپورونه ورکول کېږي، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې، چې ستنېدونکو ته د خواړه او روغتیايي پاملرنې په ګډون اساسي خدمتونه چمتو شوي دي.

د نوموړي وزارت د بیان په یوه برخه کې ویل شوي، هغه کسان چې د کډوالو د ستنېدو مخه نیسي یا هغوی ته کار، د اوسېدو ځای یا نورې اسانتیاوې برابروي، له قانوني جدي چلند سره به مخ شي.

په داسې حال کې چې پاکستان یو وار بیا افغان کډوالو ته د سملاسي وتلو خبرداری ورکړی، تېره اوونۍ د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر ویلي و، چې له پاکستانه د افغان کډوالو ‌ په زوره د اېستل کېدو بهیر کې پاکستاني چارواکو نرمښت او کموالی راوړی دی.

د یادې ډلې د دغه وزارت خبرپاڼه کې راغلي، مولوي کبیر په سپیدار ماڼۍ کې د لوی اختر په مناسب جوړه شوې غونډه کې چې طالب لوړپوړو چارواکو او د ځینو هېوادونو سفیرانو او ډیپلوماتانو په کې برخه اخیستې وه، وویل: «د افغانانو له کوربه هېوادونو څخه غوښتنه کوو چې له صبر او زغم څخه کار واخلي».

که څه هم ګڼو نړۍوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو ناوړه او جبري اېستل ودروي، خو دغه هېواد ورځ تر بلې د افغانانو د اېستلو بهیر ته زور ورکوي.

نور خبرونه

رادیو