سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د کندهار په دویمه عينو مېنه کې د بلوڅانو هديرې ته څېرمه د طالبانو پر يوې امنیتي پوستې چاودنه شوې.
که څه هم د چاودنې نوعیت او د تلفاتو اړوند معلومات نه شته؛ خو ځايي خلک وايي، چې چاودنه ډېره زوروره وه او غږ يې د ښار تر ډېرو سيمو رسېدلی.
له کندهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د چهارشنبې په ماښام (د غبرګولي ۲۱مه) ویلي، چې تر چاودنې وروسته طالبانو سم دستي سیمه کلابنده کړې او چاته د ورتګ اجازه نه ورکوي.
د چاودنې له امله په سيمه کې د نږدې کورونو ښيښې ماتې شوي او مالي زيانونه یې هم اړولي دي.
طالبانو په رسمي ډول د چاودنې د نوعیت، مرګژوبلې او نورو جزياتو په اړه څه نه دي ویلي.
خو د کندهار د طالبانو امنیه قومندانۍ بیا ویلي، چې چاودنه د پخوانيو راټولو شویو پټاکیو او باروتو وه، چې دوی خپله ورته چاودنه ورکړې.
طالبانو مخکې د پخوانيو باروتو او توکو د چاودېدو پر مهال خلکو ته خبرتياوې خپرولې او د خلکو په خبره، طالبانو وړاندې تر دې هېڅ وخت د شپې دومره ناوخته چاودېدونکي توکي نه دي پټاو کړي.
د طالبانو د امنیه قومندانۍ او د عینو مېنې د ۱۱ حوزې مسوولین د مخابرو له لارې په خبرو کې هڅه کوي، چې د چاودنې نوعیت او مرګ ژوبله پټه وساتي.
د طالبانو د امنیه قومندانۍ يو مسوول کس په مخابره کې پر خپلو ملګرو غږ کوي: «ډېر تاوان یې نه دی رسولی، ووایاست چې باروت مو پټاو کړي.»
د کندهار په عينو مېنه کې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده مېلمستون، د طالبانو د وزیرانو، والیانو، قومندانانو او لوړو مشرانو کورونه دي او هلته اوسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تل عينو مېنې ته داخلېدونکې ټولې لارې تر سخت څار لاندې وي او دومداره تلاشۍ په کې شروع وي.