د روسیې والدای کلب: روسیه او ازبکستان غواړي افغانستان یو پرانیستی او مشارکتي هېواد شي

۱۱ ساعتونه مخکې

د روسیې والدای مباحثاتي کلب په یوه تحلیل کې ویلي، چې روسیه او ازبکستان دواړه په دې باور دي چې د مرکزي اوراسیا لپاره تر ټولو مهم امنیتي ګواښ د افغانستان قضیه ده او ددې ستونزې د حل لپاره باید کابل له انزوا واېستل شي.

د روسیې د والدای کلب د پروګرام مشر ټیموفي بورداچوف په خپل تحلیل کې وايي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت نسبي ثبات ښيي، خو د ازبکستان او د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول روسیې لپاره دا مساله خورا مهمه ده چې افغانستان بیا هېڅکله د هغو دښمنو او توندلارو ځواکونو د اډې په توګه ونه کارول شي چې د اوراسیا امنیت یوازې د روسیې او چین پر ضد د تقابل یوه وسیله بولي.

نوموړی وايي، چې روسیه او ازبکستان د ستونزې د حل لپاره پر یو ډول لید متفق دي او هغه دادی، د افغانستان راتلونکی باید د پرانیستي تعامل پر لور لاړ شي، ځکه د دغه هېواد انزوا نه یوازې چې هېڅ ګټه نه لري، بلکې د سیمې لپاره زیانونه هم درلودای شي.

ټیموفي بورداچوف زیاتوي، « پر دې سربېره، لوېدیز هېوادونه، چې له افغانستان سره غیر رسمي اړیکې لري، هڅه کوي دغه هېواد له نړیوال ډیالوګ څخه لرې وساتي. دغه هېوادونه تمه لري چې په راتلونکې کې د خپل نفوذ له لارې یا خو مرکزي اسیا بې ثباته کړي، یا لږ تر لږه د افغانستان له خاورې د سیمې پر چارو د نفوذ فرصتونه برابر کړي».

نوموړی وايي، چې د روسیې او ازبکستان ترمنځ تعامل، له هغه وخته چې ازبکستان پر اصلاحاتو او اقتصادي پرانیستتیا تمرکز کړی، بې‌ساری وده کړې اودغو اړیکو اوس د یوه ژور ستراتیژیک شراکت بڼه غوره کړې.

نور خبرونه

رادیو