ایران: له افغانستان سره د اوبو د حقابې خبرې تر اوسه هېڅ عملي پایله نه لري

۲۱ ساعتونه مخکې

د ایران د اوبو د صنعت ویاند عیسی بزرګ‌زاده وایي، چې له افغانستان سره د هلمند د اوبو د حقابې په تړاو روانې خبرې تر اوسه د پام وړ پایله نه لري او له افغانستانه ایران ته د اوبو جریان له ټاکل شوې کچې ښکته پاتې شوی دی.

بزرګ‌زاده له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي: «افغانستان باید د ۱۳۵۱ کال د معاهدې له مخې ایران ته مشخصه کچه اوبه ورکړي، خو له روان کال راهیسې یوازې ۱۱۹ میلیونه متر مکعب اوبه ایران ته را رسېدلې دي، چې دا د ټاکل شوې برخې له نیمایي هم کمې دې.»

نوموړي زیاته کړې، چې د ایران د ځمکې لاندې اوبو وضعیت هم اندېښمنونکی دی: «په ټول هېواد کې د غیرقانوني استخراج کچه په کال کې ۱۵ تر ۱۷ میلیارد متر مکعبو ته رسېدلې، چې نیمايي یې له ناقانونه څاه‌ګانو او پاتې نیمايي یې له قانوني سرچینو څخه د ټاکلې اندازې څخه زیات استخراجونه دي.»
بزرګ‌زاده وویل، چې د تهران، خراسان رضوي او نورو سترو ولایتونو د اوبو لوړ مصرف حکومت اړ کړی چې په مشهد ښار کې د بیړنیو تدابیرو پلان پلي کړي.
نوموړي زیاته کړه: «د اوبو د کم‌ورود له امله، د اوړي لوړ مصرف د مهار لپاره موقتي پروګرامونه عملي شوي دي.»

یاد ویاند د هېواد په کچه د اوبو د ناورین د مدیریت لپاره وویل، چې ۴۳ ښارونه د بېړنیو اقداماتو لپاره په لومړیتوب کې ځای لري.
هغه دغه راز وویل، چې د «اووم پراختیايي پروګرام» له مخې، تر ۱۴۰۷ هجري لمریز کال پورې باید د ایران د اوبو کسر ۱۵ میلیارده متر مکعبو ته راکم شي.

بزرګ‌زاده په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د اوبو د غیرقانوني څاه ګانو د بندولو تر څنګ باید د بزګرانو لپاره بدیل معیشت هم برابر شي.
نوموړي وویل، چې د «د اوبو د تولید بازار» طرحه په څو سیمو کې ازمایښت ته وړاندې شوې او د پلان له مخې به د اوبو مدیریت په تدریجي ډول د سیمه‌يیزو خلکو شوراګانو ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران په وار-وار له طالبانو غوښتي څو د هلمند د اوبو د تړون پر کړو ژمنو دې ودرېږي؛ خو ایراني چارواکي وايي چې دغې ډلې د دغه تړون له عملي کولو ډډه کړې ده.

د راپورونو له مخې، د هلمند له سیند څخه د اوبو لګولو مسله په وروستیو میاشتو کې د ایران او طالبانو تر منځ تر ټولو توده مسله وه، چې د دواړه خواوو چارواکو څو ځلې په دې اړه سره خبرې اترې کړې دي.

څه موده وړاندې په کابل کې د ایران سفیر علي ‌رضا بېکدلي افغانستان ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وروستي سفر ته په اشارې سره ویلي و، د افغانستان او ایران ترمنځ د حقابې مسله د دواړو هېوادونو ترمنځ په وروستیو خبرو اترو کې حل شوې ده.

خو د سفیر بېکدلي دغو څرګندونو د طالبانو او ایراني چارواکو ترمنځ ناندرۍ راوپارولې، چې د سمون لپاره یې (د سلواغې په ۲۹مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوې خبري غونډه کې وویل، چې د سفیر دغه څرګندونې ناسمې دي او په وینا یې، د سفیر موخه دا وه چې «موږ به د حقابې په مسله کې هېڅ ډول جوړجاړي ته چمتو نشو».

نور خبرونه

رادیو