په کندهار کې پر اختریزو مېلو محدودیتونه: طالبانو شاوخوا ۵۰ کسان د هګیو جنګولو په تور نیولي

پرون

له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د دغه ډلې امربالمعروف محتسبانو د اختر په څلورو ورځو کې تر ۵۰ زيات کسان د «هګیو جنګولو او نورو تفریحي لوبو» په تور نیولي او زنداني کړي دي.

طالبان د هګيو جنګول «قمار» ګڼي.

له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته د سې شنبه په ورځ (د غبرګولي ۲۰ مه) ویلي، چې د اختر له پیل راهیسې د تفریح او خوشحالیو دودیزې مېلې له سختو محدودیتونو سره مخ شوې دي، چې پر مهال یې د امربالمعروف محتسبانو تر ۵۰ زيات کسان نیولي او ګڼ تفریحي فعالیتونه یې بند کړي دي.

په کندهار کې هر کال د کوچني او لوی اختر پر مهال د ځوانانو او ماشومانو له خوا د هګیو جنګول یو مشهور دود دی، چې خلک له بېلابېلو سیمو راځي او په مېله ځایونو کې سره راټولېږي.

سږ کال بیا د طالبانو د امربالمعروف ادارې دغه دود قمار ګڼلی او پرې بندیز یې لګولی دی.

دغه ځوانان د هګیو جنګولو او د قمار په تور نیول شوي او ځینې یې وروسته خوشې شوي دي.

د کندهار یو تفریحي سيمه

په کندهار کې مېشت یو شمېر ځوانان چې په مېله ځایونو کې د محتسبانو سره مخ شوي وایي: «د امربالمعروف ادارې یوازې د هګیو جنګول نه دي بند کړي، بلکې د ښار په ټولو مېله ځایونو کې یې د اېشولو هګیو پلور هم منع کړی دی.»

د کندهار ښار جاده، عینو مېنه، د بابا ولي زیارت، پارکونه او نور تفریحي ځایونه چې هر کال په اخترونو کې له خلکو ډک وو، سږ کال له هګۍ جنګولو او نورو لوبو تش وو.

د طالبانو د امربالمعروف اداره وايي: «د هګیو جنګول قمار دی، ځکه ځوانان یو له بل سره هګۍ جنګوي او بیا ګټونکی ټولې هګۍ اخلي.»

ګڼ شمېر ځوانان او د مېلو ګډونوال دغه کار یوازې یوه دودیزه تفریح ګڼي او وایي، چې له دې سره یې د اختر خوښي دوه برابره کېدلې.

د سرچینو د معلوماتو له مخي، په ښار کې پر هغو نورو تفریحي لوبو هم بندیز لګول شوی، چې پکې جایزې ورکول کېدې.

ځوانانو به د اختر پر مهال د لوبو توکي پلورل او ګډونوالو ته به یې نغدي جایزې یا نور توکي ورکول.

طالبانو دغه کارونه هم قمار بللي او پر وړاندې یې سخت اقدامات کړي.

په داسې حال کې چې اکثره تفریحي دوديزې لوبې بندې شوې دي، خو دغې ډلې یوازې ځوانانو ته د غېږ نیولو او دُرنخت لوبو اجازه ورکړې.

دُرنخت یوه دودیزه لوبه ده، چې پکې یوه ډله د بلې ډلې غړو ته دُرې ورکوي.

دا لوبه اکثره په اخترونو کې د ځوانانو تر منځ تر سره کېږي.

مخکې به ځینو ځوانانو په اخترونو او د خوښیو په مراسمو کې دریا یا تالۍ وهل او ورسره به یې لنډۍ یا وطني سندرې ویلې.

دا کار به اکثره په مېله ځایونو کې ترسره کېدی؛ خو طالبانو له څه مودې راهیسې پر دې هم بندیز لګولی او دا یې موسیقي بللې ده.

د اخترونو پر مهال به اکثره وختونه کورنۍ له خپلو ماشومانو سره تفریحي ځایونو ته تللې. خو امربالمعروف دا ځل خلکو ته ویلي، چې له دولس کلنې پورته نجونو ته اجازه ورنه کړي تر څو تفریحي ځایونو ته ولاړې شي.

په کندهار کې ماشومان د اختر د لوبو پر مهال

د کندهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې دا محدودیتونه د اختر خوښي ترخه کړې ده.

په همدې حال کې د امربالمعروف چارواکي بیا ټینګار کوي، چې دا ټول «اقدامات د اسلامي ارزښتونو د خوندیتوب» لپاره تر سره کوي.

هغوی وايي، چې قمار، موسیقي او عبث لوبې د شریعت خلاف دي او دوی يې په بندولو مکلف دي.

نور خبرونه

رادیو