د امریکا سترې محکمې منلې، چې د يوه امريکايي پخواني سرتېري ونسټن هېنسلي قضیه اوري. هېنسلي ادعا کړې، چې په افغانستان کې د يوه قراردادي شرکت د بې غورۍ له امله سخت ټپي شوی دی.
د امریکایي رسنۍ ملېټري ډاټ کام د راپور له مخې؛ په دغه پېښه کې چې د ۲۰۱۶ کال (د نومبر په ۱۲مه) د بګرام په هوايي اډه کې د « ځغاستې ورځ» کې رامنځته شوې وه، یو افغان کارکوونکی احمد نایب چې د (فلور کارپورېشن) شرکت لهخوا ګومارل شوی و؛ ځانمرګی برید وکړ. په برید کې درې امریکایي سرتېري او دوه قراردادي کارکوونکي ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول.
ونسټن هېنسلي چې هغه مهال یو پلي سرتېری و، په دې برید کې سخت ټپي شو؛ هغه په سر ټپي شوی و او د بدن کېڼ اړخ یې له کاره ولوېد.
هغه ادعا کړې، چې فلور شرکت د افغان کارکوونکو څارنه نه وه کړې او هغوی ته یې داسې وسایل ورکړي وو چې د چاودېدونکو توکو د جوړولو لپاره کارېدای شول.
په راپور کې راغلي، د امریکایي ځواکونو لهخوا د شوې څېړنې له مخې؛ نایب دغه چاودېدونکي توکي د هوايي اډې دننه له خپل کار ځای څخه ترلاسه کړي وو. نوموړی په هغه ورځ له اډې څخه د کارکوونکو د وړلو بس څخه پاتې شوی و؛ خو هېچا یې د غیبت په اړه راپور ورنکړ او کله چې هېنسلي هڅه وکړه چې نایب ونیسي؛ هغه خپل ځان ته چاودنه ورکړه.
د ملېټري ډاټ کام په وینا؛ عدلي څېړنو ښودلې چې فلور شرکت د خپلو مکلفیتونو په پوره کولو کې پاتې راغلی او که چېرې په هغه ورځ هېنسلي مداخله نه وه کړې؛ نو ښايي د دغې پېښې مرګ ژوبله تر دې هم زیاته وای.
هېنسلي د امریکایي خلاف دعوه نه ده کړې؛ بلکې په ۲۰۱۹ کال کې یې په سوېلي کارولینا کې د یوې فدرالي محکمې له لارې پر فلور شرکت دعوه کړې ده، خو محکمې ویلي چې د جګړې د فعالیتونو په برخه کې د فدرالي قانون له مخې د دوی صلاحیت محدود دی.
بل خوا دغه شرکت وایي، چې دوی د امریکا پوځ د ملاتړ لپاره فعالیتونه ترسره کړي او همدا فدرالي قانون دی چې دوی له مسوولیت څخه ژغوري.
د هېنسلي وکیلان وايي:« هر خصوصي شرکت باید د خپلو کارکوونکو د بې غورۍ له امله مسوول وګڼل شي او فلور شرکت هم باید د نورو عامو شرکتونو په څېر محکمې ته حاضر شي.»
تر دې مهاله د برید د قربانیانو کورنیو او ۸ نورو ټپیانو لهخوا هم په جلا ډول دعوې ثبت شوې دي؛ خو دغه قضیې تر هغه ځنډول شوې دي، چې د امریکا ستره محکمه د هېنسلي په قضیه کې خپله پرېکړه اعلان کړي.