له هغه وروسته چې تېره ورځ یو شمېر سېلانیانو د اریوب ځاځي پارک له لوړو کرایو شکایتونه وکړل، د یاد پارک قراردادي او سیمهییزو طالب چارواکو په ګډ خبري کنفرانس کې د کرایو وضاحت ورکړ او ویې ویل، چې په پارک کې د یوې خیمې ۲۴ ساعته کرایه ۶۰۰ افغانۍ او د یوې غرفې کرایه ۳۰۰ افغانۍ ده.
د قراردادي شرکت په وینا، هغه کسان چې خوراکي توکي خرڅوي له هغوی څخه ۶۰۰ افغانۍ کرایه اخیستل کېږي.
دوی همدراز زیاتوي چې شاوخوا ۵۰۰ کسان په پارک کې عملا پر کار بوخت دي.
د اریوب ځاځي پارک قراردادي شرکت وايي، چې دوی د پاکو اوبو او برېښنا سیسټم برابر کړی، خو د ځینو ځانګړو خېمو، چې په عصري بڼه جوړې شوې دي، کرایه ۱۵۰۰ افغانۍ ده.
تېره ورځ یو شمېر سېلانیانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د پکتیا اریوب ځاځي پارک کې د یوه ساعت لپاره د یوې خیمې کرایه ۱۰۰ افغانۍ او د موټرو تمځای کرایه ۲۰۰ افغانۍ ده. سېلانیان وايي، چې خوراکي توکي هم په دغه پارک کې له اصلي بیې دوه چنده لوړ پلورل کیږي.
د پکتیا ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د منډهېر ملي پارک ته ورغلي یو شمېر سېلانیانو «د غبرګولي ۱۸مه» افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په یاد پارک کې له خیمو څخه نیولې تر خوراکي توکو پورې هرڅه خورا ګران دي.