د هنګري لومړی وزیر: موږ نه غواړو چې زموږ په دروازه کې یو نوی افغانستان جوړ شي

۳ ساعتونه مخکې

د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان ویلي، د هغه د هېواد خلک نه غواړي د اوکراین لپاره ووژل شي او نه غواړي "یو نوې افغانستان" یې په دروازه کې را وټوکیږي.

نوموړي دا څرګندونې د فرانسې په مونتارجي ښار کې د ښي اړخو محافظه‌کارو ګوندونو د غونډې پر مهال وکړې.

اوربان په خپله وینا کې اروپايي مشران تورن کړل چې هڅه کوي اروپایان د اوکراین جګړې ته قانع کړي.

د تاس اژانس د رپوټ له مخې، هغه وویل: "خو زه تاسې ته خبرداری درکوم چې دا جګړه نه شي ګټل کېدای. په جګړه کې حل نشته، یوازې مرګونه دي. موږ اوربند ته اړتیا لرو، سولې ته اړتیا لرو، خبرو ته اړتیا لرو."

اوربان زیاته کړه: "موږ نه غواړو د اوکراین لپاره ووژل شو، نه غواړو زموږ زامن د اوکراین له جګړې څخه په تابوتونو کې راستانه شي. موږ نه غواړو یو نوی افغانستان د خپل کور څنګ ته ولرو."

نوموړي د "نظامي اقتصاد" پر لور د اروپا پر تګ هم نیوکه کړې ده.

اوربان دا مهال د ملي راټولونې ګوند د مشرانو جوردان بارډیلا او مارین لوپن په بلنه فرانسې ته سفر کړی.

نوموړي د اروپايي اتحادیې د محافظه‌کارو ګوندونو په غونډه کې برخه اخیستې ده.

نور خبرونه

رادیو