نوې څیړنه: افغان کروندګر له اپینو سره ګوړه، بوره او نورې مصالحې ګډوي

۵ ساعتونه مخکې

یوه نوې څیړنه ښيي، چې د نشه يي توکو سوداګر له اپینو سره ګوړه، بوره، او نورې مصالحې ګډوي، چې وزن یې ډېر شي.

دغه څیړنه، چې د اروپايي اتحادیې د نشه يي توکو ادارې پر وروستي رپوټ اتکا کوي، وايي، پر کوکنارو د طالبانو د بندیز امله د تقلب اندازه هم لوړه شوې.

د اروپایي اتحادیې د نشه‌يي توکو ادارې ورستی رپوټ د افغانستان د مخدره توکو د صنعت یو پېچلی انځور وړاندې کوي او ښيي چې دا صنعت څنګه د بازار د شرایطو بدلون ته ځواب ورکوي.

رپوټ څرګندوي چې اروپا به لا هم له لوړ کیفیته اپیم څخه جوړ محصولات (لکه هیرویین) ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې زیات تقلب شوي توکي نورو سیمو ته صادرېږي.

رپوټ په احتیاط سره تاییدوي چې تر اوسه پورې د اروپا د اپیم عرضه له اکمالاتي ستونزو خوندي پاتې شوې ده.

ټاکینګ ډرګ د یوې څیړنې په ترڅ کې وايي، د طالبانو بندیز د کوکنارو کر بې‌سارې ټیټې کچې ته رسولی، خو بیا هم د نشه‌يي موادو د کمښت کوم څرګند شواهد نه دي ثبت شوي او مرکزي اسیا ته د قاچاق زیاتوالی هم لیدل شوی دی.

رپوټ وايي، د جنوب او جنوب‌لوېديځ شتمنو بزګرانو له بندیز وروسته د کوکنارو زېرمې جوړې کړې چې د قیمتونو د لوړوالي له امله یې د ګټې چانس ترلاسه کړی. اټکل کېږي چې یوازې په دغو سیمو کې شاوخوا ۱۳،۷۰۰ ټنه اپیم زېرمه شوي، چې له هغو څخه ۷۶۰ ټنه هیرویین بیس جوړېدلی شي.

رپوټ وايي، د کوکنارو د بیو لوړېدو له امله د تولید لګښتونه زیات شوي، چې له امله یې د تقلب اندازه هم لوړه شوې. خو دا بهیر تصادفي نه، بلکې محاسبه شوی او تخنیکي دی. بزګران د وزن زیاتولو لپاره اپیم ته بوره، میوه او نور توکي ور اضافه کوي. وروسته د کروندې په دروازه کې سوداګر نور تقلبات ور زیاتوي. د لابراتوار خاوندان بیا دا مواد د غوښتنې مطابق پروسس کوي او تر ټولو ښه پخوونکي استخداموي.

رپوټ وايي، د هیرویین څلور اصلي ډولونه بېسټ (مورفین بیس)، ګل (هیرویین بیس)، سپین مال (هیرویین هایدروکلوراید)، او کریسټل (ټیټ کیفیت لرونکی هیرویین هایدروکلوراید) دي، خو اروپا ته صادرېدونکی هیرویین بیس عموماً کم تقلب لري، ځکه د ډېرې ګټې بازار دی. خو رپوټ وايي، چې اسیا ته صادرېدونکی هیرویین عموماً زیات تقلب لري.

رپوټ وايي، چې په هلمند او بلوچستان کې کیدای شي لوړ کیفیته "هندي" هیرویین واخیستل شي یا د ټیټ کیفیت "ایراني" چې قیمت یې دوه تر درې چنده کم وي. د رپوټ له مخې، په بدخشان کې هیرویین په ۴۰، ۶۰، او ۸۰ سلنه خالص ډولونو کې پلورل کېږي.

په ۲۰۲۴ کې یوه نمونه چې ایران ته روانه وه، د رپوټ لیکوال ازمویلې او څرګنده شوې، چې دا هیرویین شاوخوا ۵۰ سلنه خالص دي او پاتې برخه يې له کافین، مصالحې، ګوړې او شنې مصالحې جوړېږي.

رپوټ زیاتوي، چې له بندیز وروسته د کوکنارو بیه څلور چنده لوړه شوې، حتا په ۲۰۲۴ کې هم درې چنده پاتې شوې.

نور خبرونه

رادیو