ګارډین ورځپاڼې او رخشانه راپور ورکړی، چې افغان نارینه تر فشار لاندې دي چې د خپلو کورنیو مېرمنې دې ته اړې کړي چې د طالبانو د امربالمعروف اصول ومني.
رپوټ وایي، ډیری افغان نارینه د دې ډلې د بې معاشه مامورینو په توګه کار کوي څو د طالبانو له خوا د خپلو مېرمنو د ځورول کیدو مخه ونیسي.
برېتانوۍ ورځپاڼې ګارډین او رخشانه رسنۍ په ټول افغانستان کې له سلو زیاتو ځوانانو او ښځو سره خبرې کړې، چې په کورنیو کې د ښځو په وړاندې د نارینه وو د چلند په بدلولو کې د طالبانو د قوانینو اغیزې وڅیړي.
د امیر په نامه یو تن وویل چې د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان کې پلار کېدل د هغه لپاره په یوه ویروونکي خوب بدل شوي. هغه وايي چې اوس هغه د مهربان پلار په پرتله د زندان ساتونکي په څیر دی.
امیر، چې لوڼې یې د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ دمخه ښوونځي ته تللې، وايي چې هغه اوس غوره ګڼي چې لوڼې یې هیڅکله له کوره ونه وځي.
هغه وویل: "زه ټینګار کوم چې دوی حجاب واغوندي او دوی ته ووایم چې دوی حق نه لري له کوره بهر یا په بازار کې وخاندي. د امربالمعروف محتسبان ډیر سخت دي او که دوی قوانین رعایت نه کړي، نو ممکن ونیول شي."
جاوید حکیمي د بامیان ولایت څخه وویل: "نارینه د طالبانو بې معاشه مامورین شوي دي." موږ اړ یو چې د خپلې کورنۍ په ښځو باندې د طالبانو احکام تحمیل کړو څو خپل عزت، اعتبار او ټولنیز حیثیت وساتو."
یوې ۲۵ کلنې میرمنې ګارډین ته د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د خپل پلار د چلند د تغییر په اړه وویل چې پلار یې له هغې او د هغې له خویندو وغوښتل چې میک اپ ونه کړي، له کوره ونه وځي او داسې جامې واغوندي چې د ویښتانو یوه برخه هم ترې ښکاره نه شي.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا ستنېدو وروسته دغې ډلې ښځې له زده کړو، کار او تګ راتګ منع کړې او پر ځانګړي حجاب ټينګار کوي.
که څه هم د ښځو پر وړاندي د طالبانو توند چلند په کور دننه او بهر له سختو نیوکو سره مخ شوی او په وار-وار له دغې ډلې غوښتل شوي، چې د افغان مېرمنو په وړاندې دې په خپله پالیسي کې له نرمۍ کار واخلي، خو یادې ډلې په دې برخه کې خپله تکلاره نه ده بدله کړې.