طالبان: ننګرهار کې یوه زوی خپل پلار وواژه

۴ ساعتونه مخکې

په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومندان وايي، چې د دغه ولایت د جلال‌اباد ښار اړوند په ۹مه ناحیه کې یوه زوی خپل پلار وژلی دی.

د طالبانو په وینا، قاتل له سیمې تښتېدلی دی.

د طالبانو د ننګرهار امنیه قومندانۍ د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۹مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې، چې د دغې ډلې جنګیالي پر وخت سیمې ته رسېدلي او د رامنځته شوې پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.

طالبان وايي، چې وژل شوی کس د تېلو سوداګر و، خو دې ډلې د دې پېښې د لامل په تړاو څه نه دي ویلي.

د طالبانو د ننګرهار امنیه قومندانۍ د زوی او پلار هویت نه دی څرګند کړی، خو په بیان کې راغلي چې دا قضيه به د قانوني اجراتو په موخه د دې ډلې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ننګرهار په ګډون د هېواد په بېلابېلو سیمو کې جنايي پېښې ډېرې شوې دي.

تېره اوونۍ له ننګرهار نه ولسي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړ، چې د دغه ولایت په غني‌خېلو ولسوالۍ کې د دوو کسانو ترمنځ د ۱۰ افغانیو پر سر د شخړې په ترڅ کې یو کس د چړې په ګوزارونو ووژل شو.

نور خبرونه

رادیو