د جرمني فرانکفورتر الګیماینه څایتونګ وايي، طالبان په داسې حال کې بهرنیو سیلانیانو ته د ګرځندوی اجازه ور کوي، چې افغانې ښځې پارکونو او تاریخي ځایونو ته له تګ منع دي. د رپوټ لیکواله وايي، طالبان د بهرنیو ښځینه سیلانیانو هرکلی په انګریزي ژبه کوي.
سمعیه منیري په هرات کې د ګرځندوی یوه محلي افغانه لارښودې ده، چې د طالبانو په اجازه بهرنیو ښځینه سیلانیانو ته د سیاحت دورې تنظیموي.
د رپوټ لیکواله فریدریکا بوګه وايي، « د هرات تاریخي کلا چې له ۲۰۰۰ کلونو زیاته سابقه لري، افغان مېرمنو ته پکې د تګ اجازه نه ورکول کېږي. دغه راز د ۱۶مې پېړۍ د مغلي پاچا بابر ښکلی باغ په کابل کې او همداراز نږدې ملي موزیم هم د افغان مېرمنو پر مخ تړلي دي».
فرانکفورتر الګیماینه څایتونګ وايي، د دې بندیزونو دلیل دا ښودل شوی چې ښځې او نارینه باید په یوه ځای کې یو ځای خوشحالۍ و نه نمانځي، ځکه دا "بېادبي" ګڼل کېږي، خو دا چې ولې دا اصول پر بهرنیو ښځو نه تطبیقېږي، هېڅ وضاحت نه ورکول کېږي.
د رپوټ لیکواله وايي، چې که د طالبانو له ګرځندوی ادارې څخه وپوښتئ چې ولې د مېرمنو لپاره ځانګړې ورځې نه ټاکل کېږي، نو غیرمستقیم یا تېراېستونکي ځوابونه ور کوي.
لیکواله وايي، د طالبانو حکومت د سیاحت ملاتړ کوي، ځکه بهرني سیلانیان ارزښتناکې بهرنۍ پیسې راوړي او غواړي د طالبانو خراب نړیوال انځور ور غوي.
هغه وايي، چې طالبان د بهرنیو ښځینه سیلانیانو هرکلی په انګریزي ژبه کوي، خو د پاسپورټ له کنټرول وروسته باید د طالبانو له استخباراتو سره ځانونه ثبت کړي.
د رپوټ لیکواله زیاتوي، « بهرنیان د افغانستان له طبیعت، میلمهپالنې او امنیت ستاینه کوي خو د ښځو ستونزې لکه د تعلیم او کار محرومیت، د سیلانیانو له سترګو پټ پاتېږي».
رپوټ وايي، په ۲۰۲۴ کال کې ۸۴۱۴ بهرني سیلانیان افغانستان ته تللي او دا شمېر د ۲۰۲۲ کال (۲۳۰۰) او ۲۰۲۳ کال (۷۰۰۰) په پرتله ډېر لوړ شوی.
لیکواله وايي، په بامیان کې د طالبانو له خوا په ۲۰۰۱ کال کې د یجاړو شویو بودا مجسمو پاتې برخې اوس د سیلانیانو لپاره د ټکټ اخیستو ځایونه دي، خو کله چې یوه امریکایي خبریال د دې تناقض پوښتنه وکړه، طالب چارواکي وویل: "بله پوښتنه."
ورځپاڼه وايي، په کابل کې د ملي موزیم پر یوه لوحه لیکلي چې "د افغانستان بودایي میراث زموږ د تاریخ مهمه برخه ده"، خو دا متن یوازې انګلیسي دی او د بودا مجسمې یوازې غاړه ښکاري او بله برخه یې پرې شوې.