د پاکستان اقتصادي سروې له مخې له ۲۰۲۴ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې له یو ملیون څخه زیات پاکستانیان په بهر کې د کارموندنې لپاره له خپل هیواده وتلي دی.
د سروې پر بنسټ، د پاکستان د نورو ایالتونو پر پرتله پنجاب ایالت په پام وړ توپیر سره مخکښ دی.
د پاکستان د اېکسپرېس ټربیون د راپور له مخې ، چې دا اقتصادي سروې یې خپره کړې ده، له پنجاب ایالت څخه ټولټال ۴۰۴ زره او ۳۴۵ کسان د کار لپاره بهر ته تللي دي.
همدراز سروې کې راغلي چې له خیبر پښتونخوا څخه ۱۸۷ زره کسان د کار لپاره بهر هېوادونو ته تللي دي او همدارنګه له سند نه ۶ زره ۴۲۴ کسان د کار لپاره بهر ته لاړ دي.
په سروې کې راغلي چې پاتې نور د پاکستان له نورو ایالتونو څخه بهرنیو هېوادونو ته د کار لپاره تللي دي.
دا اقتصادي سروې د پاکستان حکومت ترسره کړې ده.