د پاکستان دولتي راډیو د خبر له مخې، د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف د مالیزیا له لومړي وزیر داتو سري انور ابراهیم سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال ویلي، چې پاکستان له هند سره د ټولو مسایلو په اړه د خبرو اترو لپاره چمتو دی.
شهباز شریف د پاکستان او هند د کړکېچ په جریان کې د مالیزیا د ملاتړ او متوازن دریځ څخه مننه وکړه او د تاوتریخوالي کمولو او خبرو اترو غوښتنه یې وکړه.
شهباز شریف ټینګار وکړ چې پاکستان تل د سیمهییزې سولې او ثبات لپاره هڅه کړې ده.
هغه ویلي:«د هند د پوځي تېري په وړاندې د چټک او پرېکنده ځواب ورکولو پرته بله چاره نه وه پاتې.»
هغه زیاته کړه، چې پاکستان د سیمهییزې سولې او امنیت په ګټه د امریکا او نورو دوستانه هېوادونو لهخوا د اوربند د تفاهم وړاندیز منلی دی.
هغه بیا ټینګار وکړ، چې پاکستان د کشمیر په ګډون د ټولو پاتې مسایلو په اړه له هند سره خبرو اترو ته چمتو دی.