د لوی اختر په مناسبت د ډیورنډ په فرضي کرښه انګور اډه کې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو او طالبانو یو بل ته خواږه ډالۍ کړي دي.
د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو سیمهییز قوماندان طالبانو ته د اختر مبارکۍ ویلو پر مهال طالب ځواکونو ته خواږه ورکړي او طالبانو یې هم په بدل کې پاکستاني ځواکونو ته خواږه ډالۍ کړي دي.
د پاکستاني رسنۍ د راپور له مخې؛ دغه اقدام داسې مهال شوی، چې په تېرو څلورو کلونو کې د دواړه خواوو پوله ساتو په ډیورنډ فرضي کرښه په وار، وار نښتې کړې او په پایله کې یې د دواړو خواوو یو شمېر ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
شنونکي په دې باور دي، چې په وروستیو ورځو کې د چین په منځګړتوب د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ښې شوې دي.
چین په وروستیو کې د طالبانو او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې کوربهتوب وکړ او تر ناستې وروسته د چین د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې دواړه خواوې به خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې د شارژدافیر څخه سفیر ته لوړې کړي.
له دې اعلان وروسته، طالبانو او اسلام اباد د سفیرانو په کچه خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړې.