د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وايي، چې په هند کې افراطیت نوې بڼه خپله کړې او د دې هېواد اقلیتونو په ځانګړې توګه مسلمانانو ته جدي ګواښ دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر بلاول بوټو له ۹ کسیزه لوړپوړي پارلماني پلاوي سره امریکا ته تللی.
د جیونیوز د خبر له مخي، د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د شنبه په ورځ (د غبرګولي ۱۷مه) ویلي، چې د هند پنځه ورځنۍ جګړه د دغه هېواد امنیت چمتو کوونکي په نوم د ځان ښودلو جعلي څېره له منځه يوړه او دا یې وښوده، چې هند د سوېلي اسیا او نړۍوالې ټولنې لپاره د بې ثباتۍ سرچینه ده.
هغه په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان د څو ګوندونو پلاوي په ویاړ په امریکا کې د پاکستان د سفیر رضوان سعید په کوربتوب په جوړه شوې غرمنۍ کې زياته کړه: «د هند اقداماتو په سیمه کې د وسلوالې نښتې کچه په خطرناک ډول راټیټه کړې ده. هغوی جګړه د يوې دروغنجې پلمې پر بنسټ پيل کړه؛ خو ان هغه جګړه یې هم ونه ګټله.»
د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر بلاول بوټو له ۹ کسیزه لوړپوړي پارلماني پلاوي سره امریکا ته تللی.
هغه غواړي د هند سره د وروستۍ پوځي نښتې په اړه د پاکستان دريځ وړاندې او په نړۍواله کچه د هند دريځ چلنج کړي.
په دې پاکستاني پلاوي کې حنا رباني کهر، ډاکټر مصدق ملک، خُرم دستګيرخان، جلیل عباس جېلاني، تعیمینه جنجوعه، بُشرا انجم بټ او سېد فیصل سبزواري شامل دي.
دوی په امریکا کې له بېلابېلو قانون جوړونکو سره لیدلي او د امریکا د کانګرس له غړو سره یې هم ناستې کړي، تر څو د نوي ډیلي له خوا پر اسلام اباد د پاروونکو کړنو او تېري ته نړۍوال پام واړوي.
بوټو ویلي: «هند له اوږدې مودې راهيسي ځان لوېديځ په ځانګړي ډول امریکا ته د یو ثبات راوستونکي ځواک په توګه ښودلی؛ څو بهرنی ملاتړ، مالي مرسته او دفاعي تړونونه توجیه کړي.»
هغه ټینګار وکړ، چې د هند او پاکستان ترمنځ سولهییز او باثباته اړیکې د جنوبي اسیا د امنیت یوازینۍ عملي لاره ده.
نوموړي د ناسمو معلوماتو خپرول د هند یو دوامداره تاکتیک وباله او د شخړې پرمهال یې د هندي رسنیو له خوا د جعلي خبرونو خپرول وغندل.
بوټو دا هم وویل، چې تر اوسه هند د جمو و کشمیر د پېښې په اړه هېڅ کره معلومات نه دي شریک کړي او معلومه هم نه ده، چې دغه تورن ترهګر څوک وو.
بلاول بوټو زياته کړې، چې هند تراوسه هم دا نه مني، چې څو الوتکې یې ویجاړي شوي او لا هم په غلطو معلوماتو تکیه کوي.