په پاکستان کې یوې ښځې د دویم واده لپاره خپل اته کلن زوی وژلی

۱۴ ساعتونه مخکې

د پاکستان پنچاب په منډيي بهاوالدین ولسوالۍ کې یوې ښځې خپل زوی د دویم واده لپاره وژلی دی.

د پولیسو په وینا، د منډيي بهاوالدین د مرادوال سیمې اوسېدونکې دې ښځې د زوی له وژلو وروسته د هغه د تښتول کېدو خبر ورکړی و.

جیو نیوز د پاکستاني پولیسو په حواله لیکلي، چې د هلک مور په جرم اعتراف کړی او نورې پوښتنې او ګرویږنې ترې روانې دي.

د پولیسو په وینا، هلک دوه ورځې وړاندې په منډيي بهاوالدین ولسوالۍ کې ورک شوی و، چې جسد یې پرون په یوه کرونده کې وموندل شو.

د پنجاب ایالت سر وزېرې مریم نواز د دې پېښې د څېړلو غوښتنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو