علي امین ګنډاپور: مرکزي حکومت دې له طالبانو سره په خبرو کې د ایالتي جرګې غړي هم شامل کړي

۶ ساعتونه مخکې

د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور وایي، چې د پاکستان مرکزي حکومت له طالبانو سره خبرې اترې پیل کړې دي.

هغه د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د ایالتي جرګې غړي دې هم په دغه خبرو اترو کې شامل کړي.

څه موده وړاندې ګنډاپور په یوه خبري غونډه کې ویلي و، چې د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره یوه جرګه کابل ته استوي؛ خو د ګنډاپور دغه څرګندونې د پاکستان د مرکزي حکومت د نیوکو سره مخامخ شوې.

هغه مهال د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف بیا ویلي و، چې د پښتونخوا سر وزیر علي‌امین ګنډاپور او والي فیصل کریم کنډي ته به دا اجازه ورنه کړي چې له طالبانو سره په خپلواک ډول معامله وکړي.

نوموړي زیاته کړې وه: «د دفاع او بهرنیو چارو مسایل په قانون کې ډېر روښانه دي؛ نو پر دې اساس د حقوقي او قانوني پلوه له طالبانو سره د خبرو اترو موضوع یوه فدرالي موضوع ده.»

د پښتونخوا سر وزیر علي‌امین ګنډاپور د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ته تر دې وړاندې ګېله کړې وه، چې افغانستان ته یې په خپل سفر کې د پښتونخوا حکومت نه دی شامل کړی. هغه ویلي و، د پاک-افغان خبرو اترو تر ټولو لوی اړخ پښتونخوا ایالت دی؛ چې له دې خبرو پاتې کړل شوی.

پاکستاني رسنۍ جیونیوز د ښاغلي ګنډاپورپه حوالې راپور ورکړی، چې پښتونخوا اوس کولای شي د خپلو عوایدو څخه د دغه هېواد فدرالي حکومت ته هم پورونه ورکړي.

نور خبرونه

رادیو