د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې د دوی ځواکونو د اوکراین دینيپروپیتروفسک سیمې لا ډېرې برخې تر خپل کنټرول لاندې راوستې، چې د کرملین په وینا، هدف یې په سیمه کې د یوې "خوندي ساحې" یا بفر زون جوړول دي.
د روسیې د دولتي رسنیو د رپوټ له مخې، روسي ځواکونه "د دښمن دفاعي لیکو ته ژور ننوتي" او د سیمې پراخې برخې یې نیولې دي.
دا سیمه د هغو پنځو اوکرایني ولایتونو برخه نه ده چې روسیې مخکې له مخکې د خپل قلمرو برخه بللې دي.
د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د یوې پوښتنې په ځواب کې تایید کړې چې د دینيپروپیتروفسک د جګړې موخه له شک پرته د خوندي ساحې جوړول دي.
خو اوکراین ویلي، دوی لا هم د دینيپروپیتروفسک ختیځ سرحد ته څېرمه سیمو کې د جبهې کنټرول لري. رویټرز وايي، ونه توانېد چې دا رپوټونه په خپلواکه توګه تایید کړي.
د امریکا د جګړې مطالعاتو انسټیټیوټ په خپل تحلیل کې ویلي، د روسیې موخه ښایي دا وي چې د دینيپروپیتروفسک له لارې د اوکرایني ځواکونو تدارکاتي لیکې قطع کړي او دونېڅک ته لاره ونه مومي.