مجاهد: د طالبانو حکومت د ځینو سیاسي دلایلو له امله د سرپرست چارواکو له لوري اداره کېږي

۷ ساعتونه مخکې

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دوشنبې په ورځ د وزیرانو د سرپرستۍ په اړه وویل، چې د ځینو سیاسي ملاحظاتو له امله د طالبانو حکومت د سرپرست وزیرانو له لوري اداره کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې هغه د موقتي کابینې د لاملونو په اړه وضاحت ورنه‌کړ.

مجاهد زیاته کړه، چې د طالبانو وزیران د سرپرستۍ په صورت کې هم بشپړ واک او صلاحیت لري.
نوموړي له اریانانیوز سره په خبرو کې ویلي، چې سرپرستي د افغانستان او د نظام په ګټه دی.
مجاهد همداراز وایي، چې د دې ډلې وزیران له بشپړو صلاحیتونو برخمن دي او سرپرستي د دوی د واکونو د سلبولو معنا نه لري.
د طالبانو ویاند ټینګار کړی: «د طالبانو مشرتابه وزیرانو او د ادارو مسوولانو ته بشپړ صلاحیتونه ورکړي، چې د ادارو په چوکاټ کې عملي کېږي.»
طالبانو پر افغانستان له واک ته رسېدو وروسته خپل حکومت او کابینه سرپرست اعلان کړه او ویې ویل، چې تر ارزونې وروسته به دایمي حکومت جوړ کړي.
خو دا په داسې حال کې ده، چې د نږدې څلورونو کلونو په تېرېدو سره دا ډله لا هم د سرپرست وزیرانو له لوري اداره کېږي.
څارونکي په دې باور دي، چې د سرپرست وزیرانو له لوري د یوه حکومت اوږدمهاله اداره کول ناسمه پدیده ده او هېڅ حکومت څلور کاله پر دغه ډول نه اداره کېږي.

نور خبرونه

رادیو