حکمتيار: د افغانستان د سولې یوازینۍ واقعي لاره د خبرو اترو مېز دی

۸ ساعتونه مخکې

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په خپل اختریز پیغام کې په افغانستان کې تېرو جګړو ته په اشارې سره ویلي، چې د تلپاتې سولې لپاره یوازینۍ ریښتینې لاره د ټولو خواوو ترمنځ صادقانه او بې قید او شرطه خبرې دي. حکمتیار وايي، واک باید په سوله ییزه توګه د خلکو د رایو له لارې انتقال شي.

حکمتیار خبرداری ورکړی چې "د تیرو ترخو تګلارو تکرار او بیا په بهرنیانو تکیه کول" به هېواد بېرته پخوانیو ناورینونو ته بوځي.

د حزب اسلامي ګوند مشر په خپل پیغام کې په هېواد کې د تېرو وسله والو کړکېچونو، د بهرنیو ځواکونو پر رول، د ملي اجماع پر اړتیا او د صادقانه خبرو او تلپاتې سولې ته د رسېدو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

هغه وايي، چې واک باید په سوله ییزه توګه د خلکو د رایو او د خلکو د ارادې له لارې انتقال شي او هیڅ فرد یا ډله باید په زور، کودتا او د بهرنیانو په ملاتړ واک ترلاسه نه کړي.

ګلبدین حکمتیار لیکلي: "موږ دا د ملت شرعي او انساني حق ګڼو چې د د رهبرۍ امانت هغه چا ته وسپاري چې د دغه مسوولیت وړ وي. موږ یوازې هغه مشر منو او مخالفت یې نه کوو، چې د ولس اکثریت یې د مشر په توګه مني."

هغه همداراز ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید یو اسلامي نظام جوړ شي چې ټولې چارې د دین پر بنسټ تنظیم شي.

حکمتیار دغه راز د ځینو پخوانیو افغان مشرانو پر وروستیو څرګندونو هم نیوکه کړې او د تاوتریخوالي له لارو د ډډې کولو غوښتنه یې کړې ده.

هغه په ​​خپل اختریز پیغام کې ویلي: "له یوې خوا، موږ د بګرام هوايي ډګر د پلورلو خبرې اورو، او له بلې خوا، موږ ګواښونه اورو چې د دشت لیلې ناورین به تکرار شي.یوه غمیزه چې په کې زرګونه بندیان د خوندیتوب په ژمنې سره دوکه او ووژل شول."

هغه همداراز د «یوې قبیلې، کورنۍ یا فرد مطلق استبداد» نقد کړی او په افغانستان کې یې د کودتايي رژیم تجربې ته په اشارې سره ویلي، چې د دې تراژیدۍ د تکرار د مخنیوي لپاره اړینه ده چې د ګواښونو پر وړاندې ودریږي او تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

حکمتیار ټینګار وکړ، چې اغېز ناک اړخونه باید د واک ترلاسه کولو یا پاتې کیدو لپاره "خونړۍ او غیر انساني" طریقې ونه کاروي.

نوموړي دغه راز د خلکو په رښتيني استازيتوب د يوې شورا پر جوړېدو ټينګار کړی او وايي، خلک بايد د کورني، بهرني سياست، جګړې او سولې په ګډون په ټولو مسايلو کې په مستقيم ډول برخه ولري.

ګلبدین حکمتیار زیاته کړې، چې هیڅ حکومت باید په دې مسایلو یو اړخیزه پریکړه ونه کړي.

هغه دغه راز د ​​اساسي قانون تشې ته اشاره کړې او وايي، چې اساسي قانون د هیواد سیاسي او ټولنیز سیسټم او همدارنګه حقونه او واکونه په روښانه توګه تعریفوي.

حکمتیار وايي، "د داسې اساسي قانون د تدوین او تصویب یوازینۍ مشروع مرجع همغه منتخبه شورا ده، چې د ملي اجماع او د ټول ملت د ارادې استازیتوب وکړي."

نور خبرونه

رادیو