د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ددې ډلې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر سره د اختر په دویمه ورځ ولیدل.
دا په داسې حال کې ده، چې سراج الدین حقاني د اختر د دوو ورځو په تېرېدو لا هم تر اوسه د لوی اختر په مناسبت هېڅ پیغام نه دی خپور کړی.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلوېزیون د راپور له مخې ددې ډلې د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر سره د اختر په دویمه ورځ لیدلي دي.
له خپرو شووانځورونو ښکاري، چې سراج الدین حقاني سپیدار ماڼۍ ته تللی او هلته یې له مولوي عبدالکبیر سره ناسته کړې ده.
ملي ټلوېزیون د سراجالدین حقاني په حواله لیکلي چې نوموړي په دې ناسته کې د اختر په شپو او ورځو کې د بشپړ امنیت ټینګښت ته په اشارې سره ویلي، چې د طالبانو امنیتي ادارې په پوره همغږۍ توانېدلې، چې په ښارونو او لرې پرتو سیمو کې امنیت وساتي.
دا لیدنه په داسې حال کې کېږي،چې د طالبانو ډېر وخت غایب مشران د اختر په ورځو کې راښکاره شول او ویناوې او د مبارکۍ پیغامونه یې خپاره شول، خو ددې ډلې د کورنیو چارو وزیر او مخکښ مشر سراج الدین حقاني تراوسه د اختر په لمانځه کې نه دی راڅرګند شوی او نه یې هم د لوي اختر په مناسبت کوم پیغام خپور کړی.
افغانستان انټرنشنل د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او ددغه وزارت د ویاند عبدالمتین قانع ټولنیزې پاڼې کتلې دي، چې نن د اختر درېیمه ورځ هم د سراج الدین حقاني اختریز پېغام او د هغه د لیدنو په اړه هېڅ نه دي پکې خپاره شوي.
سراج الدین حقاني، چې له دې وړاندې د طالبانو په بېلابېلو غونډو او مناسبتي ورځو کې ویناوې کولې او پر رسنیو یې انځورونه خپرېدل، په دې وروستیو کې په عام محضر کې خورا کم راڅرګندیږي.